23 عيسىٰ ورته جواب ورکړو، ”څوک چې زما سره مينه کوى، هغوئ به زما په کلام عمل کوى او زما پلار به د هغوئ سره مينه کوى، او زۀ او پلار به هغوئ ته ورشو او د هغوئ سره به اوسو.
بيا خُدائ پاک وفرمائيل، ”اوس به مونږ انسان د خپل صورت په شان جوړ کړُو چې زمونږ په شان شى. هغوئ به په کبانو، مارغانو او په ټولو ځناورو، څاروو او ځنګلى، وړو او غټو ځناورو باندې اختيار لرى.“
څوک چې زما حُکمونه منى او په هغې عمل کوى نو دا هغه خلق دى چې ما سره مينه کوى. او څوک چې ما سره مينه کوى زما پلار به ورسره مينه وکړى او زۀ به هم د هغۀ سره مينه کوم او خپل ځان به ورته ښکاره کړم.“
يهوديانو هغۀ ته ووئيل چې، ”اوس زمونږ پوره يقين دے چې په تا پيرے ناست دے. اِبراهيم خو وفات دے او نبيان هم وفات شوى دى او بيا هم تۀ وائې چې، کۀ څوک زما په کلام عمل وکړى نو هغه به هيڅکله نۀ مرى.
ما د تخت نه يو اوچت آواز واورېدو چې دا يې فرمائيل چې، ”ګورئ، اوس به د خُدائ پاک حضور د بنى آدمو په مينځ کښې وى او هغوئ به د هغۀ اُمت وى او خُدائ پاک به په خپله د هغوئ سره وى.