7 عيسىٰ جواب ورکړو، ”څۀ چې زۀ کوم، تۀ اوس په دې نۀ پوهېږې خو وروستو به پوهه شې.“
نو يو ځل به بيا په دې مُلک کښې زمکې واخستلے شى، د کوم چې تاسو وايئ چې دا خو صحرا او بېکاره زمکه ده، بغېر د انسانانو او ځناورو، ځکه چې دا خو بابليانو ته په قبضه کښې ورکړے شوې وه.
بختور دى هغوئ څوک چې ديارلس سوه او پينځۀ دېرش ورځو ختمېدو پورې صبر وکړى.
ما دا هر څۀ واورېدل، خو پوهه پرې نۀ شوم. نو ما ترې تپوس وکړو، ”زما مالِکه، د دې ټولو خبرو به څۀ اَنجام وى؟“
هغه وخت خو د عيسىٰ مريدان په دې پوهه نۀ شول، خو کله چې عيسىٰ خپلې لويئ ته ورسېدلو نو هغوئ ته بيا ورياد شول چې دا خو د هغۀ په حقله ليکلے شوى وُو او هم دغه شان د هغۀ سره وشول.
شمعون پطروس هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه، تۀ چرته ځې؟“ عيسىٰ جواب ورکړو، ”چرته چې زۀ ځم، تۀ اوس ما پسې هلته نۀ شې راتلے خو وروستو به راشې.“
کله چې هغه شمعون پطروس ته راورسېدو نو پطروس هغۀ ته ووئيل چې، ”مالِکه، تۀ به زما پښې وينځې؟“
خو مددګار يعنې روحُ القُدس چې پلار به يې زما په نوم راولېږى، هغه به تاسو ته هر څۀ وښائى او درته به هغه هر څۀ دريادوى، چې ما تاسو ته فرمائيلى دى.