6 کله چې هغه شمعون پطروس ته راورسېدو نو پطروس هغۀ ته ووئيل چې، ”مالِکه، تۀ به زما پښې وينځې؟“
کله چې شمعون پطروس دا نظاره وليدله نو د عيسىٰ په پښو پرېوتو او وې وئيل چې، ”اے مالِکه، زما نه لاړ شه ځکه چې زۀ ګناه ګار يم.“
هغه هغه څوک دے چې زما نه وروستو راځى او زۀ د دې جوګه هم نۀ يم چې د هغۀ د پېزار تسمې پرانيزم.“
بيا هغۀ په يو لوښى کښې اوبۀ واچولې او د خپلو مريدانو په پښو وينځلو يې شروع وکړه او په هغه توليه يې وچولې چې د ځان نه يې تاو کړې وه.
عيسىٰ جواب ورکړو، ”څۀ چې زۀ کوم، تۀ اوس په دې نۀ پوهېږې خو وروستو به پوهه شې.“