Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 13:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 بيا هغۀ په يو لوښى کښې اوبۀ واچولې او د خپلو مريدانو په پښو وينځلو يې شروع وکړه او په هغه توليه يې وچولې چې د ځان نه يې تاو کړې وه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 13:5
30 Iomraidhean Croise  

کۀ اجازت وى نو زۀ به ستاسو پښو وينځلو له لږې اوبۀ راوړم، تاسو د دې ونې لاندې دمه وکړئ.


او وې فرمائيل، ”صاحِبانو، زۀ به ستاسو خِدمت کوم. ما سره کور ته لاړ شئ. تاسو پښې ووينځئ او شپې ته ايسار شئ. تاسو چې سحر وختى پاڅئ نو په خپله مخه تلے شئ.“ خو هغوئ جواب ورکړو، ”نه، مونږ به دلته د جرګې په ځائ کښې شپه وکړُو.“


هغه خِدمتګار دوئ دننه کور ته بوتلل او هغوئ له يې د پښو وينځلو دپاره اوبۀ ورکړې او د هغوئ خرونو ته يې واښۀ واچول.


يهوسفط تپوس وکړو، ”دلته داسې پېغمبر نشته څۀ چې د هغۀ په ذريعه مونږ د مالِک خُدائ نه تپوس وکړُو؟“ نو د يورام بادشاه د فوج يو آفسر ورته ووئيل، ”د سافط زوئ اليشع دلته شته. هغه د الياس مددګار وو.“


ټول ګناهونه زما ووينځه، او د ګناه نه مې پاک او صفا کړه.


هارون او د هغۀ زامن زما د حضور خېمې دروازې ته راوله او هغوئ له غسل ورکړه.


اول ولامبئ او خپل ځان صفا کړئ. خپلې بد عملى زما د سترګو نه لرې کړئ. آو، نور بد عمل مۀ کوئ،


زۀ به پاکې اوبۀ په تاسو وشيندم، نو تاسو به پاک شئ. زۀ به تاسو د خپلو ټولو حرام کارو او بُتانو نه پاک کړم.


هغه کس به خپلې جامې ووينځى، ټول وېښتۀ به کل کړى او غسل به وکړى، نو پاک به شى. بيا هغه خېمو ته تلے شى، خو هغه به اووۀ ورځې د خپلې خېمې نه بهر اوسيږى.


”په هغه ورځ به چينه د داؤد د خاندان او د يروشلم اوسېدونکو دپاره کولاو شى چې دوئ د ګناه او ناپاکۍ نه پاک کړى.


هغه د عيسىٰ د پښو سره وروستو ودرېدله او په ژړا شوه او د هغۀ پښې د هغې په اوښکو لمدې شوې او هغه هغې په خپلو وېښتو وچې کړې او ښکل يې کړې او عطر يې پرې واچول.


بيا يې ښځې ته مخ ورواړولو او شمعون ته يې وفرمائيل چې، ”تۀ دا ښځه وينې؟ زۀ ستا کور ته راغلم او تا زما د پښو دپاره اوبۀ قدرې هم رانۀ کړې خو دې ښځې زما پښې په خپلو اوښکو لمدې کړې او هغه يې په خپلو وېښتو وچې کړې.


عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”چا چې لامبلى وى هغۀ ته د پښو د وينځلو نه علاوه نور حاجت نشته بلکې هغه ټول پاک دے، او تاسو پاک يئ خو ټول نه.“


کله چې هغه شمعون پطروس ته راورسېدو نو پطروس هغۀ ته ووئيل چې، ”مالِکه، تۀ به زما پښې وينځې؟“


پطروس هغۀ ته ووئيل، ”زۀ به تاسو هيڅکله پرې نۀ ږدم چې زما پښې ووينځې.“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”ترڅو چې زۀ تا ونۀ وينځم نو تۀ به زما مريد نۀ يې.“


خو د دې باوجود يو سپاهى د هغۀ پوښتۍ په نېزه ووهله او سمدستى ترې د وينو او اوبو دارې روانې شوې.


نو اوس تۀ ولې سستى کوې؟ پاڅه بپتسمه واخله او د هغۀ د نوم په يادولو خپل ګناهونه پاک کړه.


او په تاسو کښې ځينې هم دغه شان وُو خو تاسو د مالِک عيسىٰ مسيح په نوم او زمونږ د خُدائ پاک په روح ووينځلے شوئ. بلکې پاک شوئ، صادق هم شوئ.


چې هغه مقدس او پاک کړى او چې د خُدائ پاک د کلام په وسيله يې ووينځى.


په کار ده چې هغه په خپلو نېکو کارونو کښې مشهوره وى، خپل بچى يې رالوئ کړى وى، د مسافرو مېلمستيا يې کړې وى، د مقدسينو پښې يې وينځلې وى، د مصيبت ځپلو مدد يې کړے وى او چې خپل ځان يې د هر ښۀ کار کولو دپاره وقف کړے وى.


نو راځئ چې د زړۀ د اخلاصه او په پوره باور سره د خُدائ پاک په حضور کښې داخل شُو. ځکه چې زمونږ په ګناه ګار ضمير د مسيح وينه نوستلے شوې ده چې مونږ پاک کړى، او زمونږ بدن په پاکو اوبو سره وينځلے شوے دے.


خو کۀ مونږ په نُور کښې ژوند کوُو لکه څنګه چې هغه په خپله په نُور کښې دے نو بيا مونږ په خپلو کښې شراکت ساتو، او د هغۀ د زوئ عيسىٰ وينه مونږ د هر يو ګناه نه پاکوى.


عيسىٰ مسيح هغه څوک دے چې د اوبو د بپتسمې او د وينې توېدلو سره راغے، او عيسىٰ مسيح يواځې د اوبو سره نه، بلکې د اوبو او د وينې سره راغے. او روحُ القُدس د دې خبرې ګواهى کوى ځکه چې روحُ القُدس حقيقت دے.


او د عيسىٰ مسيح د طرف نه چې وفادار ګواه دے او چې د مړو نه اول ژوندے پاڅېدو او د زمکې د بادشاهانو سردار دے. هغه مونږ سره مينه کوى او مونږ يې د خپلې وينې په قربانۍ د ګناهونو نه آزاد کړُو.


ما جواب ورکړو چې، ”زما مالِکه، تۀ خبر يې.“ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”دا هغه کسان دى چې د لوئ مصيبتونو نه راغلى دى، هغوئ خپلې جامې د ګډُورى په وينو وينځلې او په هغې سپينې کړې دى.


نو هغوئ يې د ځان سره کور ته بوتلل او د هغوئ خرونو له يې خوراک ورکړو. بيا هغوئ خپلې پښې ووينځلې او روټۍ يې وخوړه.


ابى‌جيل سر زمکې ته ټيټ کړو او وې وئيل، ”زۀ د هغۀ وينځه يم، زۀ د هغۀ د نوکرانو د پښو وينځلو دپاره تياره يم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan