4 نو هغه د روټۍ نه پاڅېدو، خپل څادر يې يو طرف ته کېښودو، يوه توليه يې راواخسته او د ملا نه يې تاو کړه.
يهوسفط تپوس وکړو، ”دلته داسې پېغمبر نشته څۀ چې د هغۀ په ذريعه مونږ د مالِک خُدائ نه تپوس وکړُو؟“ نو د يورام بادشاه د فوج يو آفسر ورته ووئيل، ”د سافط زوئ اليشع دلته شته. هغه د الياس مددګار وو.“
هغه خادِمان بختور دى چې مالِک يې د خپل راتلو په وخت بېدار ووينى. زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې مالِک به په خپله د کار جامې واچوى او دوئ به خوراک ته کښېنوى او په خپله به د دوئ خِدمت کوى.
کۀ چرې د يو کس نوکر د يوې او ګډو څرولو نه راواپس شى، نو ولې د هغۀ نېک به ورته دا وائى چې زر راشه او ما سره روټۍ ته کښېنه؟
نه، هغه به ورته دا وائى چې زما روټۍ تياره کړه، ملا تړلے ودرېږه او زما خِدمت کوه. او تۀ به زما نه وروستو روټۍ وخورې.
نو په دوئ کښې څوک لوئ دے؟ هغه څوک چې روټۍ ته ناست وى او کۀ هغه څوک چې خِدمت کوى؟ يقيناً هغه څوک چې روټۍ ته ناست وى. خو زۀ دلته ستاسو په مينځ کښې د خِدمتګار په شان يم.
د هغوئ د پښو وينځلو نه پس، هغۀ خپل څادر راواخستو او کښېناستو او د هغوئ نه يې تپوس وکړو، ”تاسو په دې پوهه شوئ چې ما تاسو سره څۀ وکړل؟
ځکه چې تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د فضل نه خبر يئ. کۀ څۀ هم چې هغه غنى وو خو هغه ستاسو دپاره غريب شو، د دې دپاره چې د هغۀ د غربت په وسيله تاسو مالدار شئ.
نو دا هغه پېغام دے چې د شروع نه تاسو اورېدلے دے، هغه دا چې مونږ دې د يو بل سره مينه کوُو.