37 پطروس هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه، زۀ اوس ولې نۀ شم درتلے؟ زۀ به خپل ځان په تا قربان کړم.“
هغوئ جواب ورکړو چې، ”آو، مونږ يې څښلے شُو.“ بيا عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”کوم کنډول چې زۀ څښم، تاسو به يې وڅښئ، او په کومه بپتسمه چې به زما بپتسمه کيږى، په هغې به ستاسو بپتسمه هم وشى.
د ناشتې نه پس عيسىٰ شمعون پطروس ته وفرمائيل، ”شمعونه د يوحنا زويه، تۀ د نورو ټولو نه ما سره زياته مينه کوې څۀ؟“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”آو مالِکه، تا ته پته ده چې زۀ تا سره مينه کوم.“ عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”نو بيا زما ګډورى وڅروه.“
خو زۀ د خپل ژوند هيڅ پرواه نۀ ساتم، او زما خواهش صرف دا دے چې خپله منډه سر ته ورسوم او هغه خِدمت پوره کړم چې مالِک عيسىٰ ما ته سپارلے دے، يعنې چې د خُدائ پاک د فضل د زيرى په حقله خلقو ته ګواهى ورکړم.
خو پولوس جواب ورکړو، ”تاسو ولې ژاړئ او زما زړۀ ماتوئ؟ ځکه چې زۀ نۀ يواځې تړلو ته، بلکې دې ته هم تيار يم چې د مالِک عيسىٰ دپاره په يروشلم کښې شهيد شم.“