32 کۀ خُدائ پاک په هغۀ کښې لوئى وموندله، نو خُدائ پاک به هم هغۀ ته په خپل ځان کښې لوئى ورکړى او هغۀ ته به زر لوئى ورکړى.
عيسىٰ هغوئ ته جواب ورکړو، ”هغه وخت راغلو چې اِبن آدم خپله لوئى ومومى.
د دې خبرو کولو نه پس عيسىٰ پاس آسمان ته وکتل او وې فرمائيل، ”پلاره، وخت راغلے دے، خپل زوئ ته لوئى ورکړه نو چې زوئ تا له جلال درکړى.
څوک چې آسمان ته ختلے دے او د خُدائ پاک ښى لاس ته ناست دے، او فرښتې، اختيارمند او قُدرتونو والا يې د هغۀ تابع کړې دى.
بيا فرښتې ما ته د ژوند د اوبو درياب وښودلو چې د بلور په شان پړقېدو چې د خُدائ پاک او د ګډُورى د تخت نه
الفه او اوميګه زۀ يم، اول او آخر زۀ يم، ازل او خاتمه زۀ يم.
او په هغه ښار کښې به داسې هيڅ څيز موندلے نۀ شى چې ناروا وى. او د خُدائ پاک او د ګډورى تخت به په هغه ښار کښې وى او د هغۀ خادِمان به د هغۀ عبادت کوى.
هر څوک چې کامياب شى هغه به ما سره په تخت کښېنى، لکه څنګه چې زۀ په خپله کامياب شوم او د خپل پلار سره د هغۀ په تخت کښېناستم.