24 نو شمعون پطروس هغۀ ته اِشاره وکړه او ورته يې ووئيل چې، ”تپوس ترې وکړه چې هغه دا څوک يادوى.“
کله چې هغه راووتو نو د هغوئ سره يې خبرې نۀ شوې کولے او هغوئ پوهه شُو چې هغۀ د خُدائ په کور کښې څۀ رويا وليده. او هغوئ ته يې اِشارې کولې خو ژبه يې نۀ چلېده.
نو هغوئ د بلې کِشتۍ ملګرو ته چغې کړې چې، ”راشئ او زمونږ مدد وکړئ.“ هغوئ داسې وکړل او دواړه کشتۍ يې دومره ډکې کړې چې ډوبېدو ته نزدې شوې.
په هغوئ کښې يو مريد چې عيسىٰ ورسره مينه کوله، د عيسىٰ سره جُخت ناست وو.
نو هغه مريد عيسىٰ ته سر ورنزدې کړو او تپوس يې ترې وکړو، ”مالِکه، دا څوک دے؟“
خو پطروس هغوئ ته د چپ کېدو اِشاره وکړه او ټوله قيصه يې ورته بيان کړه چې مالِک هغه څنګه د قېدخانې نه بهر راوويستو. نو بيا هغۀ ووئيل چې، ”يعقوب او زمونږ نور وروڼه په دې واقعه خبر کړئ.“ او بيا هغه بل ځائ ته روان شو.
نو پولوس راوچت شو او خلقو ته يې د چپ کېدلو اِشاره وکړه، او وې وئيل، ”اے بنى اِسرائيلو او غېريهوديانو تاسو څوک چې د خُدائ پاک نه يرېږئ نو زما خبره واورئ.
کله چې هغۀ ورله اجازت ورکړو نو پولوس په پوړو ودرېدو او خلقو ته يې د چپ کېدو اِشاره وکړه. او کله چې خلق غلى شول نو هغۀ ورته په عبرانۍ ژبه کښې تقرير وکړو او وې وئيل چې،