22 مريدانو يو بل ته وکتل او شکمن شول چې دے دا د چا په حقله خبرې کوى.
چې کله يعقوب خبر شو چې په مِصر کښې غله شته، هغۀ خپلو زامنو ته ووئيل چې، ”ولې يو بل ته ګورئ؟
او د روټۍ په وخت هغۀ ورته وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې په تاسو کښې به يو زما مُخبرى کوى.“
هغوئ ورته نمبر په نمبر ډېر په پرېشانۍ سره ووئيل، ”مالِکه زۀ خو به نۀ يم؟“
څۀ وخت چې هغوئ روټۍ ته کښېناستل نو عيسىٰ وفرمائيل، ”زۀ درته رښتيا وايم چې په تاسو کښې به يو زما مُخبرى کوى، هغه څوک چې ما سره روټۍ خورى.“
په ډيرې پرېشانۍ سره هغوئ يو يو ورته ووئيل، ”رښتيا زۀ خو به نۀ يم؟“
خو ګورئ، زما د مُخبر لاس هم ما سره په دسترخوان باندې دے.
په دې خبره هغوئ په خپلو کښې په بحث شُو چې په مونږ کښې به دا کار څوک کوى.
زۀ ستاسو ټولو په حقله نۀ وايم، څوک چې ما غوره کړى دى هغوئ زۀ پېژنم. خو چې د صحيفې دا خبره پوره شى چې، ”نو هغه چا چې روټۍ به يې ما سره خوړه هم هغه زما خلاف شولو.“
د دې وئيلو نه پس عيسىٰ روح کښې سخت پرېشانه شو او وې وفرمائيل، ”زۀ درته رښتيا وايم چې په تاسو کښې به يو زما مُخبرى کوى.“