20 زۀ تاسو ته رښتيا وايم څوک چې زما يو پېغام وړونکے قبول کړى هغوئ ما قبلوى او څوک چې ما قبول کړى نو هغه قبلوى چا چې زۀ رالېږلے يم.“
خو بادشاه به جواب ورکړى، زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې تاسو زما په وروڼو کښې د عاجز نه عاجز يو کس سره هم چې څۀ کړى دى نو زما دپاره مو کړى دى.
”څوک چې زما په نوم داسې ماشوم قبول کړى هغه ما قبلوى او څوک چې ما قبلوى هغه ما نه، بلکې هغه څوک قبلوى چې زۀ يې رالېږلے يم.“
هر څوک چې ستاسو خبرې ته غوږ نيسى، هغه ما ته غوږ نيسى او هر څوک چې ستاسو خبره رد کوى، هغه ما رد کوى او څوک چې ما رد کوى، هغه هم هغه رد کوى چې زۀ يې رالېږلے يم.“
او هغوئ ته يې وفرمائيل، ”څوک چې زما په نوم داسې ماشوم قبول کړى هغه ما قبلوى، او څوک چې ما قبلوى هغه، هغه څوک قبلوى چې زۀ يې رالېږلے يم. ځکه چې په تاسو ټولو کښې ورکوټے په تاسو ټولو کښې لوئ دے.“
اګر کۀ زما بيمارۍ تاسو په آزمېښت کښې واچولئ، نۀ خو تاسو زۀ سپک وګڼلم او نۀ مو رانه کرکه وکړه، بلکې زما هرکلے مو لکه د خُدائ پاک د فرښتې او لکه د عيسىٰ مسيح په شان وکړو.
نو بيا څنګه چې تاسو عيسىٰ مسيح د خپل مالِک په توګه قبول کړو، نو هم هغه شان په هغۀ کښې ژوند تېروئ.
نو په دې وجه څوک چې دا نۀ منى، نو هغه انسانى حُکمونه نه، بلکې خُدائ پاک نۀ منى چا چې تاسو له خپل روحُ القُدس هم درکړے دے.