Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 13:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 زۀ تاسو ته اوس د هغه واقعې د پېښېدو نه مخکښې دا وايم د دې دپاره چې کله هغه پېښه شى نو چې تاسو ايمان راوړئ چې مسيح هم زۀ يم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 13:19
15 Iomraidhean Croise  

مونږ ته ووايئ چې په راتلونکى وخت کښې به څۀ کيږى، نو بيا به مونږ ته پته ولګى چې تاسو خدايان يئ. څۀ نه څۀ خو وکړئ کنه کۀ هغه ښۀ وى او کۀ بد، چې مونږ ګبراؤ شُو او ويريږو.


مالِک خُدائ وفرمائيل، ”اے بنى اِسرائيلو، تاسو زما ګواهان يئ، زما خِدمت کوونکى يئ او ما غوره کړى يئ چې تاسو ما وپېژنئ او په ما به ايمان ولرئ او پته درته ولګى چې صرف زۀ خُدائ پاک يم. زما نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته، نۀ د دې نه مخکښې وو او نۀ به د دې نه وروستو وى.


نو ما ډېر پخوا ستاسو د راتلونکى وخت پېشګوئې وکړه، د حالاتو بيان مې د وړاندې نه وکړو، د دې دپاره چې تاسو دا دعوىٰ ونۀ کړئ چې ستاسو بُتانو او تراشلے شوو مجسمو د دې حُکم کړے وو.


”ګوره، زۀ خپل پېغمبر ستا نه وړاندې لېږم چې ستا مخې ته لاره تياره کړى. بيا به ناڅاپه هغه مالِک چې تاسو يې لټون کوئ خپل کور ته راشى، هغه د لوظ پېغام راوړونکے به راشى د چا چې تاسو ليواله يئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


”ولې هغه راتلونکے تۀ يې څۀ؟ او يا کۀ نه، مونږ د بل چا اِنتظار وکړو؟“


ګورئ، ما تاسو د دې د کېدو نه مخکښې خبردار کړئ.


نو دا به ستاسو دپاره د ګواهۍ موقع وګرځى.


يحيىٰ د هغۀ په حقله ګواهى وکړه. هغۀ په چغو ووئيل چې، ”دا هغه سړے دے چې ما يې ذکر کړے وو چې هغه هغه څوک دے چې زما نه وروستو به راشى خو زما نه به لوئ وى ځکه چې هغه زما نه وړاندې موجود وو.“


ما تاسو ته اوس د دې د پېښېدو نه مخکښې دا وفرمائيل نو چې کله دا پېښ شى نو تاسو به ايمان راوړئ.


خو ما دا خبرې تاسو ته ځکه وکړې چې کله دا کار پېښ شى نو تاسو ته به راياد شى چې ما تاسو د دې په حقله خبر کړى وئ. ما تاسو ته دا خبرې د اول نه ځکه ونۀ کړې ځکه چې زۀ تاسو سره وم،


عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”هغه زۀ يم، زۀ چې تا سره خبرې کوم.“


نو عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”کله چې تاسو اِبن آدم په سولۍ وخېژوئ نو بيا به تاسو پوهه شئ چې زۀ هغه يم، او زۀ په خپل اختيار هيڅ نۀ کوم خو زۀ هغه څۀ وايم، د څۀ چې پلار ما له تعليم راکړے دے.


عيسىٰ وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم، چې اِبراهيم لا پېدا شوے نۀ وو چې زۀ موجود وم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan