Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 13:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې يو نوکر د خپل مالِک نه لوئ نۀ وى او نۀ پېغام وړونکے د رالېږونکى نه لوئ وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 13:16
7 Iomraidhean Croise  

شاګرد د خپل اُستاذ نه لوئ نۀ وى خو هر هغه څوک چې پوره تربيت حاصل کړى نو هغه به د خپل اُستاذ په شان شى.


دا خبرې يادې ساتئ چې کومې ما تاسو ته وکړې، يو نوکر هم د خپل مالِک نه لوئ نۀ وى. نو چې هغوئ زۀ وزورولم نو تاسو به هم وزوروى. کۀ هغوئ زما په کلام عمل وکړى نو ستاسو په کلام به هم عمل وکړى.


عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم، هيڅوک هم د خُدائ پاک بادشاهى نۀ شى ليدلے ترڅو چې هغه بيا پېدا نۀ شى.“


عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ درته رښتيا وايم چې هيڅوک هم د خُدائ پاک بادشاهۍ ته نۀ شى داخلېدے ترڅو چې هغه د اوبو او روحُ القُدس نه پېدا نۀ شى.


کۀ څوک د تيطوس په حقله تپوس وکړى نو هغه ما سره په شريکه ستاسو په خِدمت کښې زما ملګرے دے. او زمونږ د نورو وروڼو په حقله، هغوئ د جماعتونو د طرفه لېږلے شوى دى او مسيح ته جلال ورکوى.


خو زۀ دا ضرورى ګڼم چې خپل ورور او د خِدمت ملګرے او د يو مورچې فوجى اِپفروديتوس تاسو له درولېږم څوک چې ستاسو پېغام وړونکے هم دے او څوک چې تاسو راولېږلو چې زما ضرورتونه پوره کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan