Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 12:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 هغۀ دا خبره په دې ونۀ کړه چې ګنې هغه د خوارانو غمخور وو، خو ځکه چې هغه په خپله غل وو. هغۀ به د هغه پېسو نه هم پټولې کومې به چې د چندې په تيلۍ کښې جمع کېدې او د هغۀ په اختيار کښې به وې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 12:6
19 Iomraidhean Croise  

”نشته دے خُدائ،“ په خپل زړۀ کښې وائى کم عقلان، دوئ دى فاسدان ښۀ عمل يې نشته يو هم داسې نشته چې وى نېکان.


صادقان د غريبانانو د حق خيال ساتى، خو بدکاران دغه شان سوچ او فکر نۀ کوى.


زما خلق به تا له راشى، لکه څنګه چې هغوئ همېشه راځى، او ستا په وړاندې به کښېنى چې ستا خبرو ته غوږ ونيسى، خو هغوئ په دې عمل نۀ کوى. په خپله خولۀ هغوئ د عېش عشرت خبرې کوى، او زړونه يې هم د لالچ نه ډک دى.


او ورته يې وفرمائيل چې، ”صحيفې وائى چې زما کور به د دُعا کور بللے شى، خو تاسو ترې د ډاکوانو اډه جوړه کړې ده.“


او يوانه چې د هيروديس د خُوزا نومې ناظر ښځه وه او سوسناه او نورې ډيرې ښځې چې په خپل مال دولت يې د هغوئ خرچه کوله.


هغه ځکه تښتى چې مزدور دے او د ګډو هيڅ پرواه نۀ کوى.


”دا عطر په درې سوه ديناره ولې خرڅ نۀ کړے شو چې پېسې يې خوار غريب له ورکړے شوے وے؟“


ځينو دا ګُمان وکړو چې يهوداه سره تيلۍ ده، نو عيسىٰ هغۀ ته دا وفرمائيل چې اختر له چې څۀ په کار دى هغه واخله يا دا چې غريبانانو له څۀ ورکړه.


نۀ غلۀ، نۀ حرصناک، نۀ شرابيان، نۀ کنځل مار او نۀ به دوکه مار د خُدائ پاک د بادشاهۍ وارثان شى.


هغوئ بس دومره راته ووئيل چې خوار غريب ياد ساته، ولې زۀ پخپله د دې کار دپاره ليواله وم.


د هر قِسم بد کار نه ځان ساتئ.


فرض کړئ چې کۀ يو سړى د سرو زرو ګوته او ښائسته جامې اغوستې وى او ستاسو د عبادت ځائ ته راشى او يو غريب سړے هم په شلېدلو جامو کښې دننه راشى،


خو تاسو د غريب سپکاوے وکړو. ولې دا مالداره نۀ دے چې په تاسو ظلم کوى او عدالت ته مو راکاږى؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan