47 زۀ د هغه چا عدالت نۀ کوم څوک چې زما کلام اورى او تابعدارى يې نۀ کوى ځکه چې زۀ د دې دپاره نۀ يم راغلے چې د دُنيا عدالت وکړم بلکې د دُنيا د بچ کولو دپاره راغلے يم.
خبردار، په دې وړو کښې يو ته هم سپک مۀ ګورئ. زۀ تاسو ته دا وايم چې د دوئ فرښتې په آسمان کښې هر وخت زما د آسمانى پلار په حضور کښې موجودې وى.
ځکه چې اِبن آدم د دې دپاره راغلے دے چې ورک شوو ته خلاصون ورکړى.
ځکه چې اِبن آدم د دې دپاره رانۀغلو چې د هغۀ خِدمت دې وکړے شى خو د دې دپاره راغلو چې د نورو خِدمت وکړى او خپل ژوند د ډېرو دپاره فديه کړى.“
ځکه چې اِبن آدم دې له راغلے دے چې ورک شوى ولټوى او بچ يې کړى.“
نو بيا هغوئ بل کلى ته لاړل.
خو څوک چې ما نۀ منى او زما پېغام نۀ قبلوى، د هغۀ دپاره يو منصف شته، يعنې، زما هغه کلام چې ما کړے دے، هغه به په ورځ د آخرت د هغۀ عدالت وکړى.
خُدائ پاک خپل زوئ دُنيا ته د دُنيا د مجرم کولو دپاره را ونۀ لېږلو بلکې د دې دپاره چې د هغۀ په وسيله دُنيا بچ شى.
دا سوچ مۀ کوئ چې زۀ به د پلار په وړاندې په تاسو اِلزام ولګوم. په تاسو اِلزام لګونکے موسىٰ دے، په چا چې تاسو اُميد ساتئ.
ما سره ستاسو د مجرمولو او د وئيلو دپاره ډيرې خبرې دى خو هغه چا چې زۀ يې رالېږلے يم، رښتينے دے او څۀ چې ما د هغۀ نه اورېدلى دى هغه زۀ دُنيا ته وايم.“
او تاسو زمونږ د مالِک صبر لکه د خلاصون وګڼئ نو دغسې زمونږ خوږ ورور پولوس هم د خپل ورکړے شوى حِکمت په مطابق درته وليکل،
او مونږ دا په خپلو سترګو وليدل او دا ګواهى ورکوو چې پلار خپل زوئ د دُنيا د خلاصونکى په طور راولېږلو.