Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 12:43 - Pakistani Yousafzai Pashto

43 ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک نه د عزت په نسبت د انسان نه عزت حاصلول زيات خوښول.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 12:43
20 Iomraidhean Croise  

د دُنيا ټول کبرژن به هغۀ ته په تعظيم شى، څوک چې فانى دى هغه ټول به ورته په سجده شى هغوئ به خپل ځانونه ژوندى ساتلے نۀ شى.


څوک چې د انسان نه يريږى هغه به په دام کښې ګېر شى، خو چې څوک په مالِک خُدائ توکل کوى هغوئ به په امن و امان شى.


هرکله چې تاسو څۀ خېرات کوئ نو په بيګل يې مۀ ډنډوره کوئ، لکه څنګه چې يې رياکاران په عبادتخانو او کوڅو کښې کوى چې خلق يې صِفت وکړى. زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هغوئ ته اجر پوره مِلاو شوے دے.


عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”هم تاسو خلق خپل اولس په دې دوکه کوئ چې ګنې تاسو صادقان يئ خو خُدائ پاک ستاسو زړونه پېژنى. ځکه چې کوم څيزونه چې د خلقو په نظر کښې د صِفت وى، هغه د خُدائ پاک په نظر کښې پليت وى.


هغۀ جواب ورکړو، شاباش، تۀ ډېر ښۀ نوکر يې. ځکه چې تا په لږو کښې خپل ځان ايمانداره ثابت کړو، تۀ د لسو ښارونو حاکِم شوې.


کۀ څوک زما خِدمت کوى هغه دې ما پسې راځى، او چرته چې زۀ يم هلته به زما خادِم هم وى. هر څوک چې زما خِدمت کوى، هغۀ له به زما پلار عزت ورکړى.


زۀ د انسان نه د عزت طمع نۀ کوم.


تاسو څنګه د ايمان خاوندان کېدے شئ کله چې تاسو د يو بل نه د عزت اُميد کوئ او د هغه عزت لټون نۀ کوئ کوم چې د واحد خُدائ پاک له طرفه دے؟


څوک چې د خپل ځان نه خبرې کوى هغه خپل عزت غواړى خو څوک چې د خپل رالېږونکى عزت غواړى هغه رښتينے انسان دے او په هغۀ کښې هيڅ ټګى نشته.


عيسىٰ جواب ورکړو، ”کۀ چرې زۀ د خپل ځان لوئى وکړم نو زما لوئى بې‌مطلبه ده. هغه څوک چې ما له لوئى راکوى هغه زما پلار دے د چا په حقله چې تاسو وايئ چې هغه زمونږ خُدائ پاک دے.


خو صحيح يهودى هغه دے چې څوک په باطن کښې وى او رښتونے سنت د زړۀ سنت کېدل دى، دا روحانى خبره ده او د ليکلے شوى شريعت سره يې څۀ تعلق نشته. او د داسې کس صِفت د مخلوق نه نه، بلکې د خُدائ پاک د خوا نه کيږى.


څوک چې په صبر سره ښۀ کوى او د جلال او د عزت او د نۀ ختمېدونکى ژوند لټون کوى، هغوئ ته به خُدائ پاک د تل ژوندون ورکړى.


نو په دې وجه د مقرر شوى وخت نه وړاندې فېصله مۀ کوئ، د مالِک د راتلو تر وخته انتظار وکړئ. هغه به د تيارې پټې خبرې رڼا ته څرګندې کړى او د زړۀ مقصدونه به راښکاره کړى. په هغه وخت کښې څوک چې د څومره تعريف قابل وى خُدائ پاک به دومره د هغۀ تعريف وکړى.


ځکه څوک چې خپل تعريف په خپله کوى هغه د قبلېدو نۀ دے بلکې د چا تعريف چې مالِک په خپله کوى هم هغه د قبلېدو وړ دے.


او نۀ مونږ د خلقو نه د عزت طمع کوُو، نۀ ستاسو نه، او نۀ د بل چا نه.


بلکې ستاسو غېر فانى ډول سنګار دې په هغه باطنى انسانيت کښې په حليمۍ او په سکون کښې وى چې د خُدائ پاک په نزد ډېر قيمتى دے.


ساؤل جواب ورکړو، ”ما ګناه کړې ده. خو کم از کم زما د خپلو خلقو د مشرانو او بنى اِسرائيلو په مخکښې زما عزت وکړه. ما سره واپس لاړ شه نو چې زۀ د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک عبادت وکړم.“


ما، مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک په تېره زمانه کښې دا وعده وکړه چې ستاسو خاندان او قبيله به د ټولو وختونو دپاره د اِمامانو په توګه زما خِدمت کوى. خو اوس زۀ دا وايم چې نور به داسې نۀ وى بلکې د دې په ځائ، څوک چې زما عزت کوى نو زۀ به د هغوئ عزت کوم او چې څوک زما بې‌عزتى کوى نو زۀ به د هغوئ سپکاوے کوم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan