35 عيسىٰ هغوئ له جواب ورکړو، ”رڼا لږ وخت دپاره تاسو سره ده. ترڅو چې رڼا تاسو سره ده وګرځئ، هسې نه چې تيارۀ مو راګېر کړى. څوک چې په تيارۀ کښې ګرځى، هغۀ ته پته نۀ وى چې چرته روان دے.
خو د بدکارانو لار لکه د تورې تيارې په شان ده، دوئ په دې نۀ پوهيږى چې په څۀ باندې يې تيندک وخوړلو.
نو اے د يعقوب اولاده، راځئ چې مونږ د مالِک خُدائ په رڼا کښې ګرځو.
نو په دې وجه چې هغوئ چرته هم ځى د هغوئ پښې به ښوئيږى، او د تيارو خوا ته به بوتلے شى او هلته به هغوئ راوغورزيږى. زۀ به په هغوئ باندې د هغوئ د سزا په مقرر شوى وخت کښې افت نازل کړم.“ مالِک خُدائ داسې فرمائى.
هغوئ خبر کړو چې، ”عيسىٰ ناصرى په دې لاره تېريږى.“
خو څوک چې د شپې ګرځى نو تيندک به خورى ځکه چې هغۀ سره رڼا نشته.“
عيسىٰ جواب ورکړو، ”ولې په ورځ کښې دولس ګينټې رڼا نۀ وى څۀ؟ هر څوک چې د ورځې ګرځى تيندک نۀ خورى ځکه چې هغوئ د دې دُنيا رڼا وينى.
ترڅو چې رڼا تاسو سره ده، په رڼا يقين کوئ نو چې تاسو د رڼا زامن شئ.“ د دې خبرو نه پس عيسىٰ د هغوئ نه لاړو او پټ شو.
زۀ دُنيا ته لکه د رڼا په شان راغلے يم د دې دپاره چې څوک په ما ايمان راوړى هغه به په تيارۀ کښې پاتې نۀ شى.
په لږ ساعت کښې به تاسو نور ما نۀ وينئ او بيا لږ ساعت پس به تاسو ما ووينئ.“
بيا عيسىٰ وفرمائيل چې، ”زۀ به څۀ لږې مودې دپاره تاسو سره يم او بيا به زۀ هغۀ له لاړ شم چا چې زۀ رالېږلے يم.
عيسىٰ بيا خلقو ته مخاطب شو او وې فرمائيل، ”زۀ د دُنيا نُور يم. څوک چې ما پسې راځى هغه به هيڅکله په تيارۀ کښې نۀ ګرځى بلکې هغه به د ژوندون رڼا ومومى.“
خو د هغوئ زړونه سخت شول ځکه چې تر نن پورې د زوړ لوظ د تلاوت په وخت د هغوئ په زړونو پړده پرته ده، او دا پړده صرف د مسيح په وسيله اخوا کيږى.
ترڅو چې مونږ سره موقع په لاس کښې ده، نو راځئ چې د هر چا سره ښېګړه وکړُو، او خاص د هغوئ سره چې د ايماندارانو په خاندان کښې حسابيږى.
ځکه چې پخوا تاسو په تيارۀ کښې وئ، خو اوس تاسو په خپله په مالِک نُور يئ. نو اوس د نُور د بچو په شان ژوند تېروئ.