32 او کله چې زۀ د زمکې نه وخېژولے شم نو زۀ به ټول خلق خپل ځان ته راکاږم.“
ابىسلوم ناڅاپه د داؤد يو څو سړو سره مِلاو شو. ابىسلوم په يو قچر باندې سور وو او قچر د څېړۍ يوې لوئې ونې لاندې ننوتلو، نو د ابىسلوم سر په څانګو کښې ونښتو. قچر منډه کړه او ابىسلوم په هوا کښې ترې نه ځوړند پاتې شو.
زر شه، ما د خپل ځان سره بوځه، تۀ زما بادشاه شه، ما خپلې کوټې ته بوځه. اے بادشاه مونږ څومره ستا دپاره خوشحاله يونه، د ميو نه زيات مونږ ستا د مينې صِفت کوونه. دا رښتيا دى چې پېغلې په تا مئينې دينه.
په هغه وخت به د يَسى د جرړې نه راټوکېدلې څانګه د قومونو دپاره د يوې جنډې نښه وى. قومونه به د هغۀ نه رهنمائى غواړى، او د هغۀ د استوګنې ځائ به جلالى وى.
هغه فرمائى، ”زما خِدمت کوونکيه، زۀ ستا دپاره يو لوئ مقصد لرم. تۀ به نۀ صرف هغه بنى اِسرائيليان بحال کړې چې کوم ژوندى پاتې دى، بلکې زۀ به تا د قومونو دپاره رڼا وګرځوم نو چې دغه شان تۀ زما خلاصون ټولې دُنيا ته ورسوې.“
ما بنى اِسرائيل د خپلې مينې او رحم رسۍ سره ځان ته رانزدې کړو. ما د هغۀ د څټ نه جغ اوچت کړو، او زۀ په خپله ورټيټ شوم او خوراک مې ورکړو.
نو موسىٰ د پيتلو نه مار جوړ کړو او په يوه ډاګه باندې يې ولګولو. هر څوک به چې چيچلے شوے وو او هغۀ به د پيتلو مار ته وکتل نو ژوندے به پاتې شو.
هغه د نُور د ګواهۍ دپاره راغلو چې ټول خلق د هغۀ د پېغام په وسيله ايمان راوړى.
ګڼې جواب ورکړو چې، ”زمونږ شريعت دا وائى چې مسيح به تل تر تله وى، نو بيا تۀ څنګه وائې چې اِبن آدم به ضرور په سولۍ وخېژولے شى؟ دا اِبن آدم دے څوک؟“
او دغه شان د عيسىٰ هغه خبره پوره شوه چې هغه به په کوم قسمه مرګ مړ شى.
او هغۀ خپله سولۍ په خپله پورته کړې وه، او هغه بهر هغه ځائ ته لاړو چې ورته د کوپړو ځائ وائى، او په آرامى ژبه کښې ورته ګولګتا وائى.
لکه څنګه چې موسىٰ په بيابان کښې مار په ستنې راځوړند کړے وو نو اِبن آدم به ضرور هم دغسې وخېژولے شى،
څوک هم ما له تر هغې نۀ شى راتلے ترڅو چې هغه پلار چې زۀ يې رالېږلے يم هغه يې ما ته راونۀ لېږى، او زۀ به هغه د قيامت په ورځ راپاڅوم.
نو عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”کله چې تاسو اِبن آدم په سولۍ وخېژوئ نو بيا به تاسو پوهه شئ چې زۀ هغه يم، او زۀ په خپل اختيار هيڅ نۀ کوم خو زۀ هغه څۀ وايم، د څۀ چې پلار ما له تعليم راکړے دے.
مسيح مونږ په بيعه واخستو او د شريعت د لعنت نه يې آزاد کړُو ځکه چې هغه زمونږ دپاره لعنتى شو، ځکه چې په صحيفو کښې ليکلے شوى دى چې، ”څوک چې په ونه کښې راځوړند کړے شى هغه لعنتى دے.“
چا چې خپل ځان د ټولو دپاره فديه کړو او په مناسب وخت کښې دا ثابته هم شوه.
خو مونږ عيسىٰ ګورو، څوک چې د لږ وخت دپاره د فرښتو نه کم کړے شو، خو اوس د مرګ د تکليف تېرولو په وسيله هغۀ ته د جلال او عزت تاج په سر شو، او داسې د خُدائ پاک په فضل هغۀ د ټولو دپاره مرګ وزغملو.
هغۀ په خپله زمونږ ګناهونه سولۍ ته د خپل ځان سره يوړل د دې دپاره چې مونږ ګناهونو نه آزاد شُو او د صداقت دپاره ژوند تېر کړُو. او د هغۀ په زخمونو تاسو شفا وموندله.
ځکه چې مسيح ستاسو د ګناهونو دپاره يو ځل د همېشه دپاره مړ شو، يعنې صادق د ګناهګارانو دپاره، د دې دپاره چې تاسو خُدائ پاک له راولى. هغه په جسمانى توګه مړ کړے شو خو په روحانى توګه ژوندے کړے شو.
او هغه زمونږ د ګناهونو کفاره دے، او هغه نۀ يواځې زمونږ د ګناهونو بلکې د ټولې دُنيا د ګناهونو کفاره هم دے.
او هغوئ دا نوے حمد وئيلو چې، ”تۀ د دې لائق يې چې طومار واخلې او د دې مهرونه کولاو کړې ځکه چې تۀ حلال کړے شوې او د خپلې وينې په فديه دې د خُدائ پاک دپاره د هر خيل، د هرې ژبې او د هر قوم او خلق په بيعه واخستل.