3 بيا مريم ښۀ قيمتى عطر چې نيم سېر قدرې وُو او د خالص خوشبوداره مرهمو نه جوړ وو راوړل، او د عيسىٰ په پښو يې واچول او هغه يې بيا په خپلو وېښتو وچې کړې او ټول کور د دې عطرو د خوشبويۍ نه ډک شو.
هغۀ د مالِک خُدائ سره قسم وخوړلو او د يعقوب د قادر مطلق خُدائ پاک سره يې وعده وکړه،
د هغې بندول داسې مشکل وى لکه د هوا بندول او يا تېل په موټى کښې نيول.
کله چې زما شهزاده خپل کټ کښې آرام کولونه، نو زما د عطرو په خوشبويۍ کښې نشه نشه شونه.
ستا د عطرو خوشبوئى څومره ښُکلې ده، ستا نوم لکه د هغې د خوشبو په شان ده. نو ځکه ټولې پېغلې په تا مئينې دينه
زما دُنيا، زما ناوې زۀ ستا په مينه کښې څومره خوشحاله يمه، د ميو نه څومره خوشحالونکى ده ستا مينه، او ستا خوشبو د هرې مصالحې نه څومره ښۀ ده.
خو د دې نه يوه خبره ضرورى ده او مريمې چې کومه خوښه کړې ده هغه بهتره ده او دا به د هغې نه هيڅکله وانۀ خستلے شى.“
تا زما سر په تېلو غوړ نۀ کړو او هغې زما په پښو عطر واچول.
دا د هغه مريم ورور لعزر ناجوړه وو چا چې په مالِک عطر اچولى وُو او د هغۀ پښې يې په خپلو وېښتو وچې کړې وې.
کله چې هغې دا ووئيل، نو هغه واپس لاړه او خپله خور مريم يې راوبلله، او په پټه يې ورته ووئيل، ”اُستاذ دلته دے او هغه تا غواړى.“
کله چې مريم هغه ځائ له ورغله چرته چې عيسىٰ وو نو د هغۀ په ليدو سره په پښو ورته پرېوتله او هغۀ ته يې ووئيل، ”اے مالِکه، کۀ چرې تۀ دلته وے نو زما ورور به مړ شوے نۀ وو.“
د هغۀ سره نيکوديموس نومې سړے هم ملګرے شو څوک چې عيسىٰ له د شپې ورغلے وو، او نيکوديموس تقريباً د پنځوس سېره د مُر چيړ سره د عُودو ګډ کړى راوړل.