27 اوس زما زړۀ پرېشانه دے او زۀ څۀ ووايم؟ چې اے پلاره، ما د دې وخت نه بچ کړه؟ خو، هم دا وجه ده چې زۀ دې وخت له راغلے يم.
په زړۀ يمه بيمار دا به تر کومې وى اے مالِکه خُدايه دا به تر کومې وى؟
زما ځان د تکليفونو نه ډک دے، زما ژوند مرګ ته نزدې شوے دے.
خو زۀ څۀ وئيلے شم؟ مالِک خُدائ ما سره خبرې کړې دى او هغۀ دا هر څۀ په ما پخپله کړى دى. اوس به زۀ خپل ژوند په عاجزۍ سره تېروم ځکه چې زۀ په دې پرېشانۍ باندې غالب شوے يم.
خلقو هغۀ ته سپک وکتل او هغه يې رد کړو، هغه د درد او کړاؤ سره مخ شو. او خلقو به هغۀ ته دومره سپک کتل چې مخ به يې ترېنه اړولو. مونږ د هغۀ هيڅ قدر نۀ کولو.
په هغه وخت عيسىٰ داسې وفرمائيل چې، ”اے پلاره، د آسمان او د زمکې مالِکه، زۀ ستا ثنا او صِفت کوم چې تا دا خبرې د پوهانو او هوښيارو نه پټې کړې او وړو ماشومانو ته دې څرګندې کړې.
آو، پلاره، دا ستا رضا وه.
هغه په دوېم ځل لاړو او دُعا يې وغوښته چې، ”اے زما پلاره، کۀ چرې دا د تکليف پياله زما د څښلو نه بغېر اخوا کېدے نۀ شى، نو ستا رضا دې وشى.“
بيا هغه مريدانو له راغلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”ولې تاسو لا هغه شان اودۀ يئ، هغه شان لا آرام کوئ؟ خو وخت راغلو چې اِبن آدم به د ګناهګارانو لاسونو ته حواله شى.
او په سخته پرېشانۍ کښې يې لا نوره هم په جوش سره دُعا وکړه او د هغۀ خوله لکه د وينو د څاڅکو په شان په زمکه څڅېدله.
زۀ هره ورځ تاسو سره د خُدائ په کور کښې وم نو تاسو ما ته لاس وانۀ چولو خو اوس دا ستاسو دپاره موقع ده او د تورې تيارې اختيار.“
نو هغوئ ګټه لرې کړله. بيا عيسىٰ پورته وکتل او وې فرمائيل، ”پلاره، زۀ ستا شُکر کوم چې تا زما دُعا واورېدله.
عيسىٰ هغوئ ته جواب ورکړو، ”هغه وخت راغلو چې اِبن آدم خپله لوئى ومومى.
د دې وئيلو نه پس عيسىٰ روح کښې سخت پرېشانه شو او وې وفرمائيل، ”زۀ درته رښتيا وايم چې په تاسو کښې به يو زما مُخبرى کوى.“
پيلاطوس هغۀ ته ووئيل، ”نو تۀ بادشاه يې؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تۀ وائې چې زۀ بادشاه يم. آو، زۀ د دې دپاره پېدا شوے يم، او د دې دپاره زۀ دُنيا ته راغلے يم چې د حقيقت ګواهى ورکړم. او هر څوک چې حقيقت خوښوى هغه زما آواز اورى.“
دا خبره رښتيا ده او په هر لحاظ د قبلولو جوګه ده، چې عيسىٰ مسيح ګناهګارانو له د خلاصون ورکولو دپاره دُنيا ته راغلو، چې په هغوئ ټولو کښې وړومبے زۀ يم.
بيا لکه چې د هغۀ بچى انسانان دى، دغه شان عيسىٰ هم انسان شو د دې دپاره چې د مرګ په وسيله هغه څوک چې په مرګ يې قُدرت حاصل وو، يعنې اِبليس، تباه کړى
کله چې عيسىٰ په زمکه ژوند تېرولو نو په هغه ورځو کښې هغۀ په چغو او اوښکو بهېدلو سره خُدائ پاک ته دُعا او مِنت زارى وکړه چا چې هغه د مرګ نه بچ کولے شو، او د هغۀ دُعا قبوله شوه ځکه چې هغۀ په پوره توګه خپل ځان خُدائ پاک ته وقف کړے وو.