Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 12:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 هلته هغوئ هغۀ له د ماښام مېلمستيا وکړه چې مرتا په کښې خِدمت کولو او لعزر هم د عيسىٰ سره په نورو مېلمنو کښې په دسترخوان ناست وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 12:2
12 Iomraidhean Croise  

اے د شمال باده، راوالوځه، اے د جنوب باده راشه، زما په باغ باندې راوالوځه او د هغۀ خوشبو هرې خوا ته خوره کړه. زما جانانه خپل باغ ته راشه، او د هغې ښُکلې مېوې وخوره.


کله چې عيسىٰ د شمعون جذامى په کور کښې په بيتِ‌عنياه کښې وو،


عيسىٰ د شمعون جذامى په کور کښې په بيتِ‌عنياه کښې وو. کله چې هغه روټۍ ته کښېناستو، نو يوه ښځه راغله او ډېر قيمتى خالص عطر يې د مرمرو په عطردان کښې راوړل. هغې د عطردان سر مات کړو او د هغۀ په سر يې عطر واچول.


هغه خادِمان بختور دى چې مالِک يې د خپل راتلو په وخت بېدار ووينى. زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې مالِک به په خپله د کار جامې واچوى او دوئ به خوراک ته کښېنوى او په خپله به د دوئ خِدمت کوى.


بيا عيسىٰ خپل کوربه ته وفرمائيل، ”هر کله چې تۀ د غرمې يا ماښام د روټۍ دپاره څوک راغواړې نو خپلو دوستانو، وروڼو، عزيزانو او اميرانو ګاونډيانو ته بلنه مۀ ورکوه ځکه چې هغوئ به هم تا ته بلنه درکړى او بدل به دې خلاص کړى.


نو په دوئ کښې څوک لوئ دے؟ هغه څوک چې روټۍ ته ناست وى او کۀ هغه څوک چې خِدمت کوى؟ يقيناً هغه څوک چې روټۍ ته ناست وى. خو زۀ دلته ستاسو په مينځ کښې د خِدمتګار په شان يم.


بيا وروستو ليوى په خپل کور کښې د عيسىٰ لويه مېلمستيا وکړله. په دې مېلمنو کښې ګڼ محصولچيان او نور خلق هم شريک وُو.


ګوره، زۀ په ور کښې ولاړ يم او ور وهم. او کۀ تۀ آواز اورې او ما ته ور کولاو کړې نو زۀ به درشم او يو بل سره به په شريکه روټۍ وخورو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan