16 هغه وخت خو د عيسىٰ مريدان په دې پوهه نۀ شول، خو کله چې عيسىٰ خپلې لويئ ته ورسېدلو نو هغوئ ته بيا ورياد شول چې دا خو د هغۀ په حقله ليکلے شوى وُو او هم دغه شان د هغۀ سره وشول.
هغوئ سره د خبرو کولو نه پس مالِک عيسىٰ آسمان ته پورته کړے شو او هغه د خُدائ پاک ښى طرف ته کښېناستو.
خو هغوئ د هغۀ په خبره نۀ پوهېدل او د يرې نه يې تپوس ترې هم نۀ شو کولے.
خو هغوئ په دې هيڅ ونۀ رسېدل او څۀ چې وئيلے شوى وُو، مطلب يې د هغوئ نه پټ وو ځکه چې هغوئ يې په مطلب نۀ پوهېدل.
عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”اے نادانو خلقو تاسو څومره ساده ګان يئ چې د نبيانو په کلام مو باور نۀ دے کړے.
بيا هغۀ د هغوئ ذهنونه کولاو کړل چې په صحيفو پوهه شى.
خو هغوئ د هغۀ په دې وينا پوهه نۀ شول ځکه چې د دې مطلب د هغوئ نه پټ وو د دې دپاره چې هغوئ په دې ونۀ رسى او هغوئ په دې حقله د هغۀ نه د تپوس کولو نه هم يرېدل.
عيسىٰ هغوئ ته جواب ورکړو، ”هغه وخت راغلو چې اِبن آدم خپله لوئى ومومى.
خو مددګار يعنې روحُ القُدس چې پلار به يې زما په نوم راولېږى، هغه به تاسو ته هر څۀ وښائى او درته به هغه هر څۀ دريادوى، چې ما تاسو ته فرمائيلى دى.
خو ما دا خبرې تاسو ته ځکه وکړې چې کله دا کار پېښ شى نو تاسو ته به راياد شى چې ما تاسو د دې په حقله خبر کړى وئ. ما تاسو ته دا خبرې د اول نه ځکه ونۀ کړې ځکه چې زۀ تاسو سره وم،
نو اے پلاره، اوس تۀ ما له په خپل حضور کښې لوئى راکړه، هغه لوئى چې کومه ما د دُنيا د پېدا کېدو نه اول ستا په حضور کښې لرله.
د هغۀ د بيا راژوندى کېدو نه پس د هغۀ مريدانو ته راياد شول چې هغۀ څۀ فرمائيلى وُو نو د هغوئ په صحيفو او د عيسىٰ په وينا يقين راغلو.
عيسىٰ دا خبره د هغه روحُ القُدس په حقله وکړه، کوم چې په هغه چا نازلېدونکے وو چا چې په عيسىٰ ايمان راوړو، نو تر دغه وخته روحُ القُدس لا نازل شوے نۀ وو، ځکه چې عيسىٰ لا خپل جلال ته رسېدلے نۀ وو.
نو بيا هغه د خُدائ پاک ښى لاس ته وخېژولے شو، هغۀ د پلار نه وعده کړے شوے روحُ القُدس حاصل کړو او په مونږ يې رانازل کړو کوم چې نن سبا تاسو وينئ او اورئ.
نو ځکه دې ټول بنى اِسرائيل په دې پوهه شى چې کوم عيسىٰ چې تاسو په سولۍ کړے وو خُدائ پاک هم هغه مالِک او مسيح کړو.“
خو دا د اِبراهيم، د اِسحاق او د يعقوب خُدائ پاک، زمونږ د پلار نيکونو خُدائ پاک خپل خادِم عيسىٰ ته جلال ورکړو. تاسو هغه د مرګ دپاره حاکمانو ته حواله کړو او د پيلاطوس په وړاندې مو هغه رد کړو، اګر چې پيلاطوس د هغۀ د پرېښودو فېصله کړې وه.
او عيسىٰ چې د ايمان بانى او کاملونکے دے هغۀ ته وګورو چا چې د خوشحالۍ حاصلولو دپاره د سولۍ مرګ وزغملو او د دې په بېعزتۍ ونۀ شرمېدلو او د خُدائ پاک د تخت په ښى لاس کښېناستو.
اوس چې کومې خبرې مونږ کوُو په هغې کښې د ټولو نه اهمه خبره دا ده چې زمونږ يو داسې مشر اِمام دے څوک چې په آسمانونو کښې د قادر مطلق خُدائ د تخت ښى لاس ته ناست دے.