14 او عيسىٰ يو کوچاڼے وموندلو او په هغې سور شو، لکه څنګه چې په صحيفو کښې ليکلى دى،
ډېره خوشحالى وکړه، اے صيون لورې. د خوشحالۍ نه چغې ووهه، د يروشلم لورې. وګورئ، ستاسو بادشاه تاسو ته راروان دے، هغه صادق او خلاصونکے دے، هغه حليم او په خرۀ سور دے، په کوچاڼى يعنې په کوچى باندې.
نو هغوئ د کجورې څانګې واخستلې او د هغۀ استقبال له ورووتل او دا نعرې يې وهلې، ”اُمبارکى. مبارک دے هغه څوک چې د مالِک خُدائ په نوم راځى، د بنى اِسرائيلو بادشاه دې مبارک وى.“
”اے د صيون لورې. مۀ يرېږه. وګوره، ستا بادشاه په کوچاڼى سور راروان دے.“