Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 12:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 د فسح د اختر نه شپږ ورځې مخکښې عيسىٰ بيتِ‌عنياه ته راغے چرته چې د لعزر کور وو، څوک چې هغۀ د مړو نه بيا ژوندے کړے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 12:1
13 Iomraidhean Croise  

بيا د دوئ نه رُخصت شو او د ښار نه بهر بيتِ‌عنياه ته لاړو او هلته يې شپه تيره کړه.


هغه يروشلم ښار ته راغلو او د خُدائ کور ته ورننوتو او ګېرچاپېره يې وکتل، خو ماښام ناوخته هغه د دولسو مريدانو سره بيتِ‌عنياه ته لاړو.


بيا عيسىٰ هغوئ بهر د بيتِ‌عنياه پورې بوتلل او خپل لاسونه يې اوچت کړل او هغوئ له يې برکت ورکړو.


نو په هغه ښار کښې يوه زناکاره ښځه چې د عيسىٰ د راتلو نه خبر شوله چې د يو فريسى په کور کښې مېلمه دے نو قيمتى عطر يې د مرمرو په عطردان کښې راوړل.


نو اوس لعزر نومې سړے ناجوړه وو، چې د بيتِ‌عنياه وو کوم چې د مريمې او د هغې د خور مرتا کلے وو.


بيا کله چې هغۀ دا وفرمائيل نو هغۀ په اوچت آواز چغه کړه، ”لعزره، بهر راوځه.“


نو مړ سړے بهر راووتو، د هغۀ لاس او پښې د کتان په کفن کښې تړلے شوى وُو او مخ يې په ټوکى کښې انغښتے شوے وو. عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”د دۀ نه کفن لرې کړئ او پرې يې ږدئ چې ځى.“


اوس د يهوديانو د فسح اختر رانزدې وو او ډېر خلق د کلى نه يروشلم ته د فسح د اختر نه مخکښې لاړل چې خپل ځانونه مقدس کړى.


په بله ورځ ګڼ خلق چې اختر له راغلى وُو چې د دې نه خبر شول چې عيسىٰ هم يروشلم ته راروان دے،


يو څو يونانيان په اختر کښې د عبادت دپاره تلى وُو.


کله چې د يهوديانو هغه لويه ګڼه خبر شوه چې هغه هلته دے، هغوئ نۀ يواځې دې له راتلل چې عيسىٰ ووينى خو د لعزر د کتلو دپاره هم څوک چې هغۀ د مړو نه بيا راژوندے کړے وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan