9 عيسىٰ جواب ورکړو، ”ولې په ورځ کښې دولس ګينټې رڼا نۀ وى څۀ؟ هر څوک چې د ورځې ګرځى تيندک نۀ خورى ځکه چې هغوئ د دې دُنيا رڼا وينى.
نو بيا به تۀ په حِفاظت سره په خپله لار روان يې او ستا پښه به تيندک ونۀ خورى.
کله چې هغوئ واپس راشى نو د پښېمانۍ نه به اوښکې د هغوئ په مخ روانې وى او زۀ به هغوئ په ډېره مينه خپلو کورونو ته واپس بوځم، نو زۀ به هغوئ د روانو اوبو په خوا کښې او په هواره لاره بوځم هسې نه چې چرته تيندک وخورى، ځکه چې زۀ د بنى اِسرائيلو پلار يم، او اِفرائيم زما مشر زوئ دے.“
خو څوک چې د شپې ګرځى نو تيندک به خورى ځکه چې هغۀ سره رڼا نشته.“
عيسىٰ هغوئ له جواب ورکړو، ”رڼا لږ وخت دپاره تاسو سره ده. ترڅو چې رڼا تاسو سره ده وګرځئ، هسې نه چې تيارۀ مو راګېر کړى. څوک چې په تيارۀ کښې ګرځى، هغۀ ته پته نۀ وى چې چرته روان دے.
ترڅو چې لا ورځ ده مونږ له د هغۀ کار کول په کار دى چا چې زۀ رالېږلے يم، شپه راروانه ده چې هيڅوک په کښې کار نۀ شى کولے.
هر څوک چې د خپل ورور يا خور سره مينه کوى، هغه په نُور کښې ژوند تېروى او داسې کس هيچرې د تيندک سبب نۀ جوړيږى.