7 بيا د دې نه پس عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل، ”راځئ چې يهوديه ته واپس لاړ شُو.“
د هيروديس بادشاه په ورځو کښې د يهوديه په بيتلحم کښې عيسىٰ پېدا شو. د هغۀ د پېدايښت نه پس يروشلم ته د نمرخاتۀ طرف نه د ستورو عِلم لرونکى راغلل
هر کله چې هغه وخت رانزدې شو چې عيسىٰ پاس آسمان ته وخېژولے شى نو هغۀ يروشلم ته د تلو پوخ نيت وکړو.
خو چې هغۀ د لعزر د بيمارۍ واورېدل نو هغه دوه ورځې نور هم په هغه ځائ کښې ايسار شو.
نو څو ورځې پس پولوس برنباس ته ووئيل چې، ”راځه چې واپس لاړ شُو او ايماندارانو سره مِلاو شُو په هر هغه ښار کښې چرته چې مونږ د مالِک کلام اورولے وو او د هغوئ د حال نه ځان خبر کړُو.“