56 هغوئ عيسىٰ لټولو او کله چې هغوئ د خُدائ په کور کښې ودرېدل نو د يو بل نه يې تپوس کولو، ”څۀ مو خيال دے؟ ولې هغه به اختر له رانۀ شى څۀ؟“
په دې وخت کښې مشرانو اِمامانو او فريسيانو دا حُکم ورکړے وو چې چا د عيسىٰ پته ولګوله چې چرته دے نو دوئ دې پرې خبر کړى چې هغه ګرفتار کړى.
يهوديانو په اختر کښې د هغۀ لټون کولو او تپوس يې کولو چې، ”عيسىٰ چرته دے؟“