54 نو په دې وجه عيسىٰ نور د يهوديانو په مينځ کښې آزاد نۀ ګرځېدو بلکې د هغه ځائ نه يو کلى ته لاړو چې نوم يې اِفرائيم وو چې د صحرا سره نزدې مُلک کښې وو او هغه هلته د خپلو مريدانو سره پاتې شو.
دوه کاله وروستو ابىسلوم د اِفرائيم ښار سره نزدې په بعل حصور کښې خپلې ګډې کلولې او د بادشاه ټول زامن يې راوغوښتل چې هلته راشى.
ابياه د يربعام په لښکر پسې وو او د هغۀ څۀ ښارونه يې قبضه کړل، بيتايل، يسانه او عِفرون او د دې ټولو ښارونو سره نزدې کلى يې قبضه کړل.
عيسىٰ بيا د اُردن د سيند پورې غاړه هغه ځائ ته لاړو چرته چې به يحيىٰ اول بپتسمه ورکوله. او هغه هلته پاتې شو.
عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”ما دُنيا ته په ډاګه خبرې کړې دى. ما همېشه په عبادتخانو او د خُدائ په کور کښې تعليم ورکړے دے چرته چې ټول يهوديان راغونډيږى او ما په پټه څۀ هم نۀ دى وئيلى.
د دې نه پس عيسىٰ ګليل کښې ګېرچاپېره ګرځېدو. هغۀ يهوديه ته تلل نۀ غوښتل ځکه چې يهوديانو موقع لټوله چې هغه مړ کړى.
خو کله چې د عيسىٰ وروڼه اختر له لاړل نو هغه په خپله هم لاړو، خو په ښکاره نه بلکې په پټه.
خو بيا هم خلقو د هغۀ په حقله د يهوديانو د يرې په وجه ښکاره هيڅ نۀ شو وئيلے.
ځکه څوک چې غواړى چې مشهور شى نو هغه پټ کارونه نۀ کوى. کۀ چرې تۀ دا کارونه کوې نو دُنيا ته ځان څرګند کړه.“