Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 11:44 - Pakistani Yousafzai Pashto

44 نو مړ سړے بهر راووتو، د هغۀ لاس او پښې د کتان په کفن کښې تړلے شوى وُو او مخ يې په ټوکى کښې انغښتے شوے وو. عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”د دۀ نه کفن لرې کړئ او پرې يې ږدئ چې ځى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 11:44
20 Iomraidhean Croise  

بيا خُدائ پاک حُکم وکړو چې، ”رڼا دې شى،“ نو رڼا شوه.


نو چې هغۀ وفرمائيل، دُنيا پېدا شوه، د هغۀ په حُکم ژوند پېدا شو.


زۀ ولې فديه ورکړم او هغوئ د عالِم ارواح نه آزاد کړم؟ زۀ هغوئ د مرګ د پنجې نه ولې خلاص کړم؟ اے مرګه، ستا د طاقت هغه لشه څۀ شوه؟ اے عالمِ ارواح ستا بربادى څۀ شوه؟ هغې نه کار واخله ځکه چې زۀ به رحم نۀ کوم.


هغۀ هغوئ ته په سخته وفرمائيل چې، ”ګورئ په دې څوک خبر نۀ شى،“ او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”هغې له څۀ ورکړئ چې وې خورى.“


بيا بل نوکر راغلو او وې وئيل، مالِکه، دا ستا د سرو زرو سيکه ده. ما دا په رومال کښې انغښتې وه او سمباله کړې مې وه.


هغه مړے کښېناستو او په خبرو يې شروع وکړه او عيسىٰ هغه خپلې مور ته بيا حواله کړو.


زۀ او زما پلار يو يُو.“


عيسىٰ وفرمائيل، ”دا ګټه لرې کړئ.“ مرتا، د مړ سړى خور، هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه، اوس خو به يې بوئ کړے وى ځکه چې د دۀ د مرګ خو څلور ورځې شوې دى.“


بيا کله چې هغۀ دا وفرمائيل نو هغۀ په اوچت آواز چغه کړه، ”لعزره، بهر راوځه.“


هغوئ دواړو د عيسىٰ لاش واخستو او د يهوديانو د ښخولو د رِواج په مطابق يې خوشبودار د کتان کفن کښې ونغښتو.


هغۀ سر ټيټ کړو او دننه يې وکتل چې د کتان کفن هلته پروت وو خو دننه ورنۀغلو.


او هغه رومال چې د عيسىٰ سر يې پرې تړلے وو د کتان د کفن سره نۀ وو بلکې ځان له جدا انغښتے شوے په يو بل ځائ کښې پروت وو.


لکه څنګه چې پلار مړى پاڅوى او هغوئ له ژوند ورکوى دغه شان زوئ هم هر هغه چا له چې غواړى ژوند ورکوى.


زۀ تاسو ته رښتيا وايم، يو وخت داسې راروان دے بلکې راغلے دے چې مړى به د خُدائ پاک د زوئ آواز اورى او چې څوک يې واورى هغه به راژوندى شى.


هغه به زمونږ دا کمزورے بدن د خپل جلالى بدن هم شکل جوړ کړى د هم هغه قدرت په وسيله چې هغۀ پرې ټول څيزونه د خپل ځان تابع کړى دى.


او ژوندے يم، زۀ مړ وم خو اوس تل تر تله ژوندے يم او د مرګ او د عالمِ ارواح کُنجيانې ما سره دى.


مالِک خُدائ مړۀ کول او ژوندى کول کوى، هغه خلق قبر ته لېږى او واپس يې راولى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan