42 ما ته پته ده چې تۀ همېشه زما اورې، خو ما د دې حاضرو خلقو دپاره سوال وکړو نو چې د دوئ دا باور وشى چې زۀ تا رالېږلے يم.“
ولې تۀ په دې نۀ پوهېږې چې زۀ د خپل پلار نه مدد وغواړم او هغه به په دې ساعت زما د مدد دپاره د فرښتو د دولسو لښکرو نه زيات راولېږى؟
خو زۀ اوس هم پوهېږم چې کۀ تۀ د خُدائ پاک نه هر څۀ وغواړې نو خُدائ پاک به يې درکړى.“
کوم يهوديان چې د مريم سره غمرازۍ دپاره کور کښې وُو، نو چې هغوئ وليدل چې هغه زر پاڅېده او بهر لاړه نو هغوئ ورپسې روان شول، ځکه چې هغوئ دا ګڼل چې قبر له روانه ده چې پرې وژاړى.
بيا کله چې هغۀ دا وفرمائيل نو هغۀ په اوچت آواز چغه کړه، ”لعزره، بهر راوځه.“
ځکه چې د هغۀ په وجه ډېر يهوديان عيسىٰ له ورتلل او په هغۀ يې ايمان راوړو.
نو کوم خلق چې د هغۀ سره وُو کله چې عيسىٰ لعزر ته د قبر نه د راوتلو آواز وکړو او د مړو نه يې بيا ژوندے کړو، نو هغوئ د هغې ګواهى جارى ساتله.
چې هغوئ هم يو موټے شى، اے پلاره، لکه څنګه چې تۀ او زۀ يو يُو. نو دغه شان دې دوئ هم په مونږ کښې يو وى، چې دُنيا په دې يقين وکړى چې زۀ تا رالېږلے يم.
اے صادقه پلاره، دُنيا تا نۀ پېژنى خو زۀ تا پېژنم او دوئ ته پته ده چې تا زۀ رالېږلے يم.
ځکه چې ما هغوئ ته هغه کلام ورکړے دے کوم چې تا ما له راکړے دے، او دوئ هغه قبول کړے دے، او هغوئ په حقيقت پوهه شوى دى چې زۀ له تا نه راغلے يم، او د هغوئ په دې ايمان دے چې زۀ تا رالېږلے يم.
خو دا يو څو معجزې ځکه ليکلے شوې دى چې تاسو په دې ايمان راوړئ چې عيسىٰ هم مسيح، يعنې د خُدائ پاک زوئ دے، او چې د ايمان راوړلو په وسيله تاسو ته د هغۀ په نوم ژوندون مِلاو شى.
خُدائ پاک خپل زوئ دُنيا ته د دُنيا د مجرم کولو دپاره را ونۀ لېږلو بلکې د دې دپاره چې د هغۀ په وسيله دُنيا بچ شى.
خو کۀ چرې زۀ فېصله کوم نو زما فېصله به ټيک وى، ځکه چې زۀ يواځې نۀ يم کله چې فېصله کوم بلکې زۀ او زما پلار چې زۀ يې رالېږلے يم يې يو ځائ فېصله کوُو.
چا چې زۀ رالېږلے يم هغه ما سره دے. هغۀ زۀ يواځې نۀ يم پرېښے ځکه زۀ همېشه هغه څۀ کوم چې هغه پرې راضى کيږى.“
عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”کۀ خُدائ پاک ستاسو پلار وے نو تاسو به ما سره مينه کولے ځکه چې زۀ د خُدائ پاک نه راغلے يم او اوس دلته يم. زۀ په خپله مرضۍ نۀ يم راغلے بلکې زۀ هغۀ رالېږلے يم.
او هغه څۀ چې شريعت نۀ شُو پوره کولے ځکه چې زمونږ د ګناه فطرت کمزورے وو، نو خُدائ پاک داسې وکړل چې خپل زوئ يې په ګناه ګار انسانى وجود کښې راولېږلو او د ګناه کفاره يې کړو. او دغسې هغۀ ګناه په انسانى فطرت کښې مجرمه کړه،
خو کله چې وخت پوره شو نو خُدائ پاک خپل زوئ راولېږلو چې د ښځې نه پېدا شو او د شريعت د لاندې يې ژوند تېرولو،
کله چې عيسىٰ په زمکه ژوند تېرولو نو په هغه ورځو کښې هغۀ په چغو او اوښکو بهېدلو سره خُدائ پاک ته دُعا او مِنت زارى وکړه چا چې هغه د مرګ نه بچ کولے شو، او د هغۀ دُعا قبوله شوه ځکه چې هغۀ په پوره توګه خپل ځان خُدائ پاک ته وقف کړے وو.
نو په دې وجه هغه اوس او همېشه کولے شى چې څوک هم د هغۀ په وسيله خُدائ پاک ته راځى هغه هغوئ ته خلاصون ورکولے شى ځکه چې هغه د هغوئ د شفاعت دپاره همېشه ژوندے دے.
او مونږ دا په خپلو سترګو وليدل او دا ګواهى ورکوو چې پلار خپل زوئ د دُنيا د خلاصونکى په طور راولېږلو.