34 هغۀ تپوس وکړو چې، ”هغه تاسو کوم ځائ دفن کړے دے؟“ هغوئ جواب ورکړو، ”مالِکه، راشه او وې ګوره.“
هغه دلته نشته، هغه بيا پورته کړے شوے دے لکه څنګه چې هغۀ فرمائيلى وُو. راشئ، هغه ځائ وګورئ چرته چې هغه پروت وو.
او مريم مګدلينى او د يوسيس مور مريم هغه ځائ وليدو په کوم ځائ کښې چې يې هغه کېښودو.
خو فرښتې هغوئ ته وفرمائيل، ”مۀ يرېږئ، تاسو د عيسىٰ ناصرى ليدو له راغلى يئ څوک چې په سولۍ کړے شوے وو. هغه بيا پورته کړے شوے دے، هغه دلته نشته. وګورئ، دا هغه ځائ دے چرته چې يې هغه اېښودے وو.
عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”راشئ او وګورئ،“ نو هغوئ د هغۀ سره لاړل او هغه ځائ يې وليدلو چرته چې هغه پاتې کېدو او هغوئ نوره ورځ د هغۀ سره تېره کړله چې دا تېر ماسپښين وو.
کله چې عيسىٰ مريم او ورسره يهوديان په ژړا وليدل نو هغۀ يو سوړ اسويلے وکړو او ډېر زهير شو.
عيسىٰ په ژړا شو.
نو هغه په منډه شمعون پطروس او هغه بل مريد له راغله چا سره چې عيسىٰ مينه کوله او ورته يې ووئيل چې، ”هغوئ مالِک د قبر نه وړے دے، او مونږ ته دا پته نشته چې کوم ځائ هغوئ د هغۀ لاش ښخ کړے دے.“