Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 11:32 - Pakistani Yousafzai Pashto

32 کله چې مريم هغه ځائ له ورغله چرته چې عيسىٰ وو نو د هغۀ په ليدو سره په پښو ورته پرېوتله او هغۀ ته يې ووئيل، ”اے مالِکه، کۀ چرې تۀ دلته وے نو زما ورور به مړ شوے نۀ وو.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 11:32
10 Iomraidhean Croise  

هغه د عيسىٰ په پښو کښې پرېوتو او د هغۀ شکريه يې ادا کړه. او هغه يو سامرى وو.


کله چې شمعون پطروس دا نظاره وليدله نو د عيسىٰ په پښو پرېوتو او وې وئيل چې، ”اے مالِکه، زما نه لاړ شه ځکه چې زۀ ګناه ګار يم.“


بيا يائير نومې يو سړے راغلو چې د عبادتخانې يو مشر وو. هغه د عيسىٰ په پښو پرېوتو او مِنت زارى يې ورته وکړه چې، ”ما سره کور ته لاړ شه.“


دا د هغه مريم ورور لعزر ناجوړه وو چا چې په مالِک عطر اچولى وُو او د هغۀ پښې يې په خپلو وېښتو وچې کړې وې.


مرتا عيسىٰ ته ووئيل، ”مالِکه، کۀ تۀ دلته وے نو زما ورور به مړ شوے نۀ وو.


خو ځينو ووئيل چې، ”ولې دې سړى چا چې د هغه ړوند سړى سترګې بينا کړې وې دا نۀ شو کولے چې لعزر يې د مرګ نه بچ کړے وے؟“


هغه آفسر ورته ووئيل چې، ”صاحبه، ما سره سمدستى لاړ شه زما زوئ مرګى حال دے.“


او زۀ يوحنا هغه څوک يم چې دا رويا مې واورېدله او وليدله. نو زۀ د هغې فرښتې په پښو کښې په سجده پرېوتلم چا چې ما ته دا هر څۀ ښکاره کړل.


او څلور واړو جاندارو پرې، ”آمين“ ووې او مشران د عبادت دپاره په سجده پرېوتل.


کله چې هغۀ طومار واخستو نو څلور جاندار او څليريشت مشران د هغه ګډُورى په وړاندې په سجده شول، او د هر يو سره يو ستار وو او ورسره د خوشبويۍ نه ډک د سرو زرو جامونه وُو چې د مقدسينو دُعاګانې دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan