31 کوم يهوديان چې د مريم سره غمرازۍ دپاره کور کښې وُو، نو چې هغوئ وليدل چې هغه زر پاڅېده او بهر لاړه نو هغوئ ورپسې روان شول، ځکه چې هغوئ دا ګڼل چې قبر له روانه ده چې پرې وژاړى.
ټول زامن او لوڼه تسلۍ ورکولو له ورله راغلل، خو په هغۀ دې تسلۍ اثر ونۀ کړو او وې فرمائيل، ”زۀ به د خپل زوئ په غم کښې تر مرګه پورې ژاړم.“ نو هغه د خپل زوئ يوسف په غم کښې غمژن وو.
او ډېر يهوديان مرتا او مريمې ته د هغوئ د ورور غمرازۍ له راغلى وُو.
کله چې عيسىٰ مريم او ورسره يهوديان په ژړا وليدل نو هغۀ يو سوړ اسويلے وکړو او ډېر زهير شو.
څوک چې روحانى خلق دى هغوئ هر څۀ آزمائى خو هغه په خپله هيڅوک نۀ شى آزمائيلے.