3 نو خوېندو يې عيسىٰ له خبر ورولېږلو چې، ”مالِکه، چا سره چې تۀ مينه کوې هغه بيمار دے.“
خُدائ پاک ورته وفرمائيل، ”خپل زوئ روان کړه، خپل اېک يو زوئ اِسحاق، د کوم سره چې تۀ ډېره مينه کوې او د مورياه مُلک ته لاړ شه. هلته په يو غر باندې چې زۀ به يې درته ښايم، هغه ما ته د قربانۍ په توګه پېش کړه.“
په زمکه باندې ټول مؤمنان دى رښتينې شريفان، په دوئ کښې زما خوشحالى ده.
کله چې مالِک عيسىٰ هغه وليدله نو زړۀ يې پرې وسوزېدلو او وې فرمائيل، ”بس نوره مۀ ژاړه.“
نو اوس لعزر نومې سړے ناجوړه وو، چې د بيتِعنياه وو کوم چې د مريمې او د هغې د خور مرتا کلے وو.
د دې وئيلو نه پس عيسىٰ وفرمائيل چې، ”زمونږ دوست لعزر اودۀ پروت دے خو زۀ ورځم چې راويښ يې کړم.“
دا د هغه مريم ورور لعزر ناجوړه وو چا چې په مالِک عطر اچولى وُو او د هغۀ پښې يې په خپلو وېښتو وچې کړې وې.
مرتا عيسىٰ ته ووئيل، ”مالِکه، کۀ تۀ دلته وے نو زما ورور به مړ شوے نۀ وو.
يهوديانو ووئيل چې، ”وګوره د دۀ هغۀ سره څومره مينه وه.“
اګر چې عيسىٰ د مرتا، او د هغې خور او لعزر سره مينه کوله،
تاسو ما ته اُستاذ او مالِک وايئ او دا ټيک وايئ ځکه چې زۀ يم.
په هغوئ کښې يو مريد چې عيسىٰ ورسره مينه کوله، د عيسىٰ سره جُخت ناست وو.
اِراستوس په کورنتوس کښې ايسار شو او تروفيموس ما په ميليتوس کښې بيمار پرېښودو.
زۀ چې چا سره مينه کوم هغوئ ملامته کوم او تربيت ورکوم، نو ځکه غېرت وکړه او توبه وباسه.