28 کله چې هغې دا ووئيل، نو هغه واپس لاړه او خپله خور مريم يې راوبلله، او په پټه يې ورته ووئيل، ”اُستاذ دلته دے او هغه تا غواړى.“
په هغه ورځ به تاسو هر يو کس خپل ګاونډى راوغواړئ چې خپل د انګورو او اينځر د ونې لاندې کښېنئ، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.“
هغۀ ورله جواب ورکړو چې، ”په ښار کښې فلانى سړى له ورشئ او ورته ووايئ چې اُستاذ وائى چې زما مقرر وخت رانزدې دے، زۀ به د مريدانو سره ستا په کور کښې د فسح اختر کوم.“
عيسىٰ ودرېدلو او وې فرمائيل، ”دے دلته راولئ.“ نو هغوئ هغه ړوند سړے راوستو او ورته يې ووئيل، ”پاڅه، زړَور شه، هغه دې غواړى.“
او هغه چې کوم کور ته ننوځى نو د هغه کور مالِک له دا پېغام ورکړئ چې، اُستاذ وائى چې زما او زما د مريدانو دپاره د فسح د خوراک دپاره د مېلمستيا کومه کوټه مقرره شوې ده؟
او د کور خاوند ته دا پېغام ورکړئ، اُستاذ وائى چې هغه د مېلمنو کمره کومه يوه ده چرته چې به زۀ د مريدانو سره د فسح خوراک کوم؟
اول کار چې هغۀ وکړو هغه دا وو چې خپل ورور شمعون يې وموندلو او هغۀ ته يې ووئيل چې، ”مونږ مسيح موندلے دے.“
فيليپوس نتنىايل له ورغلو او ورته يې ووئيل چې، ”مونږ هغه کس بياموندلو د چا ذکر چې د موسىٰ په شريعت کښې شوے دے او نبيانو کړے دے، چې هغه د ناصرت عيسىٰ د يوسف زوئ دے.“
څوکيدار هغۀ ته دروازه کولاووى، او ګډې د هغۀ آواز اورى او هغه خپلې ګډې په نوم رابلى او هغوئ په هغۀ پسې روانې وى.
کله چې مرتا د عيسىٰ د راتلو نه خبر شوه نو هغۀ سره مِلاوېدو له ورغله، خو مريم په کور کښې پاتې شوه.
کله چې مريم دا واورېدل نو سمدستى پاڅېده او عيسىٰ له ورغله.
خو عيسىٰ لا کلى ته نۀ وو رارسېدلے او لا په هغه ځائ کښې وو چرته چې مرتا هغۀ سره مِلاو شوه.
تاسو ما ته اُستاذ او مالِک وايئ او دا ټيک وايئ ځکه چې زۀ يم.
عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”مريمې.“ هغې هغۀ ته مخ ورواړولو او په آرامى ژبه کښې يې وئيل، ”ربونى.“ چې مطلب يې اُستاذ دے.
بيا هغه مريد چې عيسىٰ ورسره مينه کوله پطروس ته ووئيل، ”دا خو مالِک دے.“ کله چې شمعون پطروس دا واورېدل چې دا مالِک دے نو هغۀ زر خپل قميص واچولو ځکه چې هغۀ خپل قميص کوز کړے وو او درياب ته يې ودانګل.
نو په دې وجه تاسو يو بل له ډاډ ورکوئ او يو بل جوړوئ، څنګه چې په حقيقت کښې تاسو هم دغه شان کوئ.
نو په دې وجه خپل کمزورى لاسونه او پښې مضبوطې کړئ.