20 کله چې مرتا د عيسىٰ د راتلو نه خبر شوه نو هغۀ سره مِلاوېدو له ورغله، خو مريم په کور کښې پاتې شوه.
”په هغه وخت به د آسمان بادشاهى د لسو پېغلو په شان وى چا چې مشعلونه واخستل چې د وادۀ د زلمى استقبال له وروځى.
خو په نيمه شپه کښې چغې شوې، وګورئ د وادۀ زلمے راغلو. راشئ چې وې ګورئ.
خو عيسىٰ لا کلى ته نۀ وو رارسېدلے او لا په هغه ځائ کښې وو چرته چې مرتا هغۀ سره مِلاو شوه.
کله چې پطروس ورننوتو نو کورنيليوس ورسره مِلاو شو او ډېر په قدر سره يې ورته سجده وکړه.
د هغه ځائ وروڼو چې زمونږ د راتلو خبر واورېدو نو هغوئ مونږ سره مِلاوېدو له د اپيوس تر بازاره او د درېو سرايونو چوک پورې راغلل. کله چې پولوس هغوئ وليدل نو هغۀ د خُدائ پاک شُکر وويستو او ډاډه شو.
او بيا مونږ څوک چې ژوندى يُو او پاتې يُو به د هغوئ سره يو ځائ په وريځو کښې پورته کړے شُو د دې دپاره چې په هوا کښې د مالِک سره مِلاو شُو، او دغه شان به مونږ تل تر تله د مالِک سره يُو.