Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 11:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 دا د هغه مريم ورور لعزر ناجوړه وو چا چې په مالِک عطر اچولى وُو او د هغۀ پښې يې په خپلو وېښتو وچې کړې وې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 11:2
11 Iomraidhean Croise  

عيسىٰ د شمعون جذامى په کور کښې په بيتِ‌عنياه کښې وو. کله چې هغه روټۍ ته کښېناستو، نو يوه ښځه راغله او ډېر قيمتى خالص عطر يې د مرمرو په عطردان کښې راوړل. هغې د عطردان سر مات کړو او د هغۀ په سر يې عطر واچول.


کله چې مالِک عيسىٰ هغه وليدله نو زړۀ يې پرې وسوزېدلو او وې فرمائيل، ”بس نوره مۀ ژاړه.“


او مالِک له يې ولېږل چې تپوس وکړى چې، ”تۀ هغه راتلونکے يې يا دا چې مونږ د بل چا اِنتظار وکړو؟“


مرتا عيسىٰ ته ووئيل، ”مالِکه، کۀ تۀ دلته وے نو زما ورور به مړ شوے نۀ وو.


نو خوېندو يې عيسىٰ له خبر ورولېږلو چې، ”مالِکه، چا سره چې تۀ مينه کوې هغه بيمار دے.“


کله چې مريم هغه ځائ له ورغله چرته چې عيسىٰ وو نو د هغۀ په ليدو سره په پښو ورته پرېوتله او هغۀ ته يې ووئيل، ”اے مالِکه، کۀ چرې تۀ دلته وے نو زما ورور به مړ شوے نۀ وو.“


بيا مريم ښۀ قيمتى عطر چې نيم سېر قدرې وُو او د خالص خوشبوداره مرهمو نه جوړ وو راوړل، او د عيسىٰ په پښو يې واچول او هغه يې بيا په خپلو وېښتو وچې کړې او ټول کور د دې عطرو د خوشبويۍ نه ډک شو.


تاسو ما ته اُستاذ او مالِک وايئ او دا ټيک وايئ ځکه چې زۀ يم.


نو کۀ ما ستاسو مالِک او اُستاذ ستاسو پښې ووينځلې نو په تاسو هم لازم دى چې د يو بل پښې ووينځئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan