18 بيتِعنياه د يروشلم نه څۀ دوه ميله لرې وه
بيا د دوئ نه رُخصت شو او د ښار نه بهر بيتِعنياه ته لاړو او هلته يې شپه تيره کړه.
هم په هغه ورځ اِماوس نومې کلى ته د دوئ نه دوه کسان روان وُو چې د يروشلم نه تقريباً اووۀ ميله لرې دے.
نو اوس لعزر نومې سړے ناجوړه وو، چې د بيتِعنياه وو کوم چې د مريمې او د هغې د خور مرتا کلے وو.
کله چې هغوئ درې څلور ميله کِشتۍ وچلوله نو هغوئ عيسىٰ د اوبو دپاسه روان وليدو چې د کِشتۍ طرف ته رانزدې کېدو. او هغوئ يرې واخستل،
انګور يې د ښار نه بهر په لنګرۍ کښې دومره نچوړ کړل چې تر يو سل اتيا ميله پورې د هغې نه د وينو سېلاب روان شو او دا وينې دومره بره روانې وې چې د آسونو واګو ته اورسېدې.
او ښار په څلور ګوټه شکل جوړ وو او څومره چې اوږد وو هغه هومره پلن وو، او هغې د ښار ناپ په ګز وکړو او د دې اوږدوالے، پلنوالے او اوچتوالے برابر وُو چې دوه نيم زره کيلوميټره وُو.