Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 11:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 نو ستاسو دپاره دا ښۀ ده چې زۀ هلته نۀ وم نو چې تاسو ايمان راوړئ. خو راځئ چې هغۀ له ورشُو.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 11:15
16 Iomraidhean Croise  

په هغه شپه مالِک خُدائ هغۀ ته راڅرګند شو او ورته يې وفرمائيل، ”زۀ ستا د پلار اِبراهيم خُدائ پاک يم. يرېږه مه، زۀ ستا مل يم. زۀ به تا له برکت درکړم او د خپل خِدمت کوونکى اِبراهيم سره زما د وعدې په ذريعه به تا له ډېر اولاد درکوم.“


هم د هغه وخت نه، هم د يوسف په وجه مالِک خُدائ د دې مِصرى خاندان له برکت ورکړے وو او ورسره هغه هر څيز له يې برکت ورکړو چې د هغۀ په کور او په پټو کښې وُو.


څوک يې هم نۀ پرېښودل چې په دوئ ظلم وکړى، تر دې چې د دوئ دپاره به يې بادشاهان رټل.


کۀ څوک په تاسو باندې حمله کوى نو دا به زما د طرف نه نۀ وى. نو هر څوک چې ستاسو خِلاف جنګ کوى هغه به شکست خورى.


مالِک خُدائ فرمائى، ”ترڅو پورې چې په انګورو کښې لږ رس پاتې وى نو خلق وائى، چې دا مۀ ضائع کوئ، ځکه چې په دې کښې څۀ نه څۀ شته چې باعثِ برکت دى. زۀ به بنى اِسرائيلو سره هم داسې کوم. د خپلو خادِمانو د خاطره به زۀ ټول نۀ تباه کوم.


بيا عيسىٰ هغوئ ته صفا وفرمائيل، ”لعزر مړ دے،


بيا توما چې برغونے ورته وائى، هغۀ نورو مريدانو ته ووئيل، ”راځئ چې مونږ هم لاړ شُو چې د هغۀ سره مړۀ شُو.“


خو کله چې عيسىٰ دا واورېدل نو وې وفرمائيل، ”دا بيمارى د مرګ نۀ ده، دا خو د خُدائ پاک د جلال څرګندولو دپاره ده نو چې د خُدائ پاک زوئ د دې په وسيله جلال ومومى.“


عيسىٰ وفرمائيل چې، ”دا آواز زما د ګټې دپاره نه، خو ستاسو دپاره وو.


او د دوئ دپاره زۀ خپل ځان مقدس کوم نو چې دوئ هم په حقيقت کښې مقدس شى.


د ګليل په قانا کښې د عيسىٰ دا وړومبۍ معجزه او نښه وه چې عيسىٰ پرې خپله لوئى څرګنده کړه، او د هغۀ مريدانو په هغۀ ايمان راوړو.


څۀ چې مونږ په ځان تېروو هغه ستاسو د فائدې دپاره تېروو، او څنګه چې د خُدائ پاک فضل ډېرو خلقو ته ملاويږى نو خلق به هم ډېره شُکر ګزارى کوى، نو په دې به خُدائ ته نور جلال هم ملاويږى.


په دې وجه زۀ د غوره شوو د خاطره دا هر څۀ په خپل ځان برداشت کوم نو د دې دپاره چې هغوئ هم هغه خلاصون او ابدى جلال چې د عيسىٰ مسيح په وسيله دے حاصل کړى.


زۀ دا څيزونه تاسو ته ليکم د چا چې د خُدائ پاک د زوئ په نامه ايمان دے، نو چې تاسو په دې پوهه شئ چې تاسو د تل عُمرى ژوندون خاوندان يئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan