Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 11:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 عيسىٰ د هغۀ د مرګ خبره کوله خو د هغوئ خيال وو چې ګنې دے د فطرى اودۀ کېدو خبره کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 11:13
5 Iomraidhean Croise  

خو هغۀ وفرمائيل چې، ”اخوا شئ، جينۍ مړه نۀ ده، هغه خو اوده ده.“ خو هغوئ ورپورې وخندل.


هغوئ ټولو د هغې جينۍ دپاره ژړا انګولا کوله. خو هغۀ وفرمائيل چې، ”مۀ ژاړئ، هغه مړه نۀ ده، هغه خو اوده ده.“


د دې وئيلو نه پس عيسىٰ وفرمائيل چې، ”زمونږ دوست لعزر اودۀ پروت دے خو زۀ ورځم چې راويښ يې کړم.“


مريدانو هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه، کۀ چرې هغه اودۀ وى نو هغه به روغ شى.“


بيا عيسىٰ هغوئ ته صفا وفرمائيل، ”لعزر مړ دے،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan