1 نو اوس لعزر نومې سړے ناجوړه وو، چې د بيتِعنياه وو کوم چې د مريمې او د هغې د خور مرتا کلے وو.
څۀ موده وروستو يوسف خبر شو چې د هغۀ پلار بيمار دے. نو هغۀ خپل دوه زامن، منسى او اِفرائيم روان کړل او د خپل پلار پوښتنې له ورَغلو.
بيا د دوئ نه رُخصت شو او د ښار نه بهر بيتِعنياه ته لاړو او هلته يې شپه تيره کړه.
هغوئ چې يروشلم ته رانزدې شول او چې بيتِفګے او بيتِعنياه ته د زيتُونو غرۀ ته ورسېدل نو عيسىٰ خپل دوه مريدان د دې هداياتو سره ولېږل،
د دې وئيلو نه پس عيسىٰ وفرمائيل چې، ”زمونږ دوست لعزر اودۀ پروت دے خو زۀ ورځم چې راويښ يې کړم.“
بيتِعنياه د يروشلم نه څۀ دوه ميله لرې وه
او ډېر يهوديان مرتا او مريمې ته د هغوئ د ورور غمرازۍ له راغلى وُو.
نو خوېندو يې عيسىٰ له خبر ورولېږلو چې، ”مالِکه، چا سره چې تۀ مينه کوې هغه بيمار دے.“
نو کوم خلق چې د هغۀ سره وُو کله چې عيسىٰ لعزر ته د قبر نه د راوتلو آواز وکړو او د مړو نه يې بيا ژوندے کړو، نو هغوئ د هغې ګواهى جارى ساتله.
کله چې د يهوديانو هغه لويه ګڼه خبر شوه چې هغه هلته دے، هغوئ نۀ يواځې دې له راتلل چې عيسىٰ ووينى خو د لعزر د کتلو دپاره هم څوک چې هغۀ د مړو نه بيا راژوندے کړے وو.
په دغه وخت کښې هغه ناجوړه شوه او مړه شوه او د هغې مړى له غسل ورکړے شو او د هغې لاش يې پاس په بالاخانه کښې کېښودو.