9 زۀ دروازه يم. څوک چې زما په وسيله ننوځى هغه به بچ شى. هغه به دننه بهر تلے راتلے شى او د څرن ځائ به ومومى.
ځکه چې هغه زمونږ خُدائ پاک دے، او مونږ د هغۀ د سادين خلق يُو، او د هغۀ رمه يُو د چا چې هغه خيال ساتى. کۀ تاسو نن ورځ د هغۀ آواز واورئ،
هغه به د يو شپون په شان د خپلو ګډو ساتنه کوى، هغه به ګډُورى په خپل غېږ کښې وړى او زړۀ سره به يې نزدې نيولى وى او ګډې به يې ډېر په خيال سره ځان سره روانې کړې وى.
زۀ به هغوئ دومره زيات کړم لکه څومره رَمې به چې د نذارانو اخترونو دپاره يروشلم ته راتللې. نو هم داسې به وران ويجاړ ښارونه د خلقو د رَمو نه ډک کړم. نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“
زۀ به هغوئ له په مالِک خُدائ کښې طاقت ورکړم، او د هغۀ په نوم به هغوئ روان وى،“ مالِک خُدائ فرمائى.
”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هر څوک چې د ګډو شپول ته په دروازې نۀ ورننوځى خو په بله لاره وراوړى هغه غل او ډاکو دے.
څوکيدار هغۀ ته دروازه کولاووى، او ګډې د هغۀ آواز اورى او هغه خپلې ګډې په نوم رابلى او هغوئ په هغۀ پسې روانې وى.
نو عيسىٰ هغوئ ته بيا وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې زۀ د ګډو دپاره دروازه يم.
عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ لار يم، زۀ حق يم او زۀ ژوندون يم. هيڅوک هم زما د وسيلې نه بغېر پلار له نۀ شى راتلے.
ځکه چې د مسيح په وسيله مونږ دواړه په يو روح کښې د پلار په حضور کښې حاضرېدے شُو.