Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 10:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 عيسىٰ هغوئ ته دا مِثال ووئيلو خو هغوئ په دې پوهه نۀ شول چې د هغۀ د دې نه مطلب څۀ وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 10:6
20 Iomraidhean Croise  

کله چې زمونږ پلار نيکۀ په مِصر کښې وُو، نو ستا معجزو ته يې خيال ونۀ کړو، او ستا ډېر رحمونه ورته ياد نۀ وُو، او د بحرِقُلزم سره هغوئ بغاوت وکړو.


ظالمانو ته هيڅ پته نشته او په هيڅ نۀ پوهيږى. دوئ په تيارو کښې ګرځيږى، د زمکې ټول بنيادونه خوځېدلى دى.


بدکاره انسانان په اِنصاف نۀ پوهيږى، خو څوک چې د مالِک خُدائ لټون کوى نو هغوئ پرې مکمل پوهيږى.


هغوئ د لالچى سپو په شان دى چې هيڅکله نۀ مړيږى. باوجود د دې چې هغوئ ته شپانۀ وئيلے شى خو هغوئ په هيڅ هم نۀ پوهيږى. هغوئ ټول په خپله مخه روان دى او خپلې ګټې پسې ګرځى.


ډېر به پاک، بې‌داغه او صفا کړے شى، خو بدعمله به بدعمله پاتې شى. يو بدعمله به پرې هم پوهه نۀ شى، خو هغوئ څوک چې هوښيار دى، هغوئ به پرې پوهه شى.


عيسىٰ هغه خلقو ته دا ټولې خبرې په مِثالونو کښې وکړې او رښتيا خو دا دى چې يوه خبره يې هم بې‌مثاله ونۀ کړه.


عيسىٰ ورنه تپوس وکړو چې، ”ولې تاسو په دې ټولو خبرو ورسېدئ؟“ او هغوئ دا جواب ورکړو چې، ”آو.“


هغۀ د هغوئ سره د مِثالونو نه بغېر کلام ونۀ کړو خو ځان له يې خپلو مريدانو ته هر څۀ واضحه کړل.


ما تاسو ته دا هر څۀ په مِثالونو کښې بيان کړل. خو وخت راروان دے چې زۀ به تاسو ته نور په مِثالونو کښې خبرې ونۀ کړم خو په ډاګه به درته د پلار په حقله خبرې کوم.


د هغۀ مريدانو ووئيل، ”ګوره، تۀ اوس په ډاګه لګيا يې او نۀ په مِثالونو.


بيا د يهوديانو په مينځ کښې تېز بحث شروع شو، هغوئ ووئيل چې، ”دا سړے خپل بدن مونږ ته خوړلو له څنګه راکولے شى؟“


کله چې د هغۀ ډېرو مريدانو دا خبرې واورېدې هغوئ ووئيل چې، ”دا تعليم سخت دے، څوک دا منلے شى؟“


د هغۀ د دې وينا نه مطلب څۀ دے چې، تاسو به زما لټون کوئ خو ما به پېدا نۀ کړئ او چرته چې به زۀ يم هلته به تاسو نۀ شئ راتلے؟“


هغوئ په دې پوهه نۀ شُو چې عيسىٰ هغوئ ته د خپل پلار په حقله خبرې کولې.


تاسو ته چې زۀ څۀ وايم په هغې ولې نۀ پوهېږئ؟ دا ځکه چې تاسو زما کلام قبلولے نۀ شئ.


خو څوک چې روحانى نۀ وى نو هغوئ د خُدائ پاک د روح خبرې نۀ منى ځکه چې دا د هغوئ په نزد بې‌وقوفى ده، او هغوئ په هغې نۀ شى پوهېدے ځکه چې هغوئ تش د روحُ القُدس په وسيله پوهېدے شى.


او په هغوئ دا متل ثابتيږى چې، ”سپے د خپل قى په طرف راګرځى،“ او ”خنزير د لامبلو نه وروستو بيا په خټو کښې رغړى.“


او مونږ ته پته ده چې د خُدائ زوئ راغلے دے او مونږ ته يې دا پوهه راکړه چې مونږ هغه وپېژنو څوک چې رښتينے دے، او مونږ په هغۀ کښې يُو څوک چې رښتينے دے يعنې د هغۀ زوئ عيسىٰ مسيح. هغه رښتينے خُدائ پاک او د تل ژوندون دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan