42 او په هغه ځائ کښې ډېرو خلقو په عيسىٰ ايمان راوړلو.
ډېر خلق چې د مريم سره قبر له راغلى وُو هغوئ چې هغه څۀ وليدل کوم چې عيسىٰ وکړل نو په هغۀ يې ايمان راوړو.
خو سره د دې په هغوئ کښې ډېرو يهودى مشرانو هم په هغۀ ايمان راوړو، خو د فريسيانو په وجه يې د دې اِقرار نۀ کولو، او د دې يرې چې هغوئ به د عبادتخانې نه بهر کړے شى.
کله چې عيسىٰ د فسح د اختر دپاره په يروشلم کښې دېره وو نو خلقو هغه معجزې وليدې کومې چې هغۀ ښکاره کړې او ډېرو خلقو په هغۀ ايمان راوړو.
د هغه ښار ډېرو سامريانو په عيسىٰ ايمان راوړو د هغه ښځې د ګواهۍ په وجه چې، ”دۀ ما ته هغه هر څۀ ووئيل څۀ چې ما کله هم کړى وُو.“
او د هغۀ د کلام په وجه نورو ډېرو خلقو په هغۀ ايمان راوړو.
خو په ګڼه کښې ډېرو په هغۀ ايمان راوړو او هغوئ وئيل چې، ”کله چې مسيح راشى نو ولې هغه به د دې کس نه زياتې معجزې وکړى څۀ؟“
عيسىٰ چې دا خبرې کولې نو ډېرو پرې ايمان راوړو.