Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 10:41 - Pakistani Yousafzai Pashto

41 ګڼ خلق ورله راغلل او هغوئ وئيل چې، ”يحيىٰ مونږ ته يوه معجزه هم نۀ وه ښکاره کړې، خو هغۀ چې څۀ د دې سړى په حقله وئيلى وُو هغه رښتيا دى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 10:41
12 Iomraidhean Croise  

نو هغۀ خپلو نوکرانو ته ووئيل چې، ”بې‌شکه چې دا بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ دے. هغه د مړو نه راژوندے شوے دے، ځکه خو ورسره د معجزو طاقت هم دے.“


او کله چې يې وموندلو نو ورته يې ووئيل چې، ”ټول خلق ستا په تلاش کښې دى.“


په دې دوران کښې د زرګونو خلقو ګڼه جوړه شوې وه او داسې ټيل جوړ شوے وو چې خلقو يو بل د پښو لاندې کول. نو عيسىٰ اول خپلو مريدانو ته خبرې شروع کړې چې، ”د فريسيانو د خمبيرې نه ځان ساتئ. زما مطلب د هغوئ د منافقت نه دے.


يوه ورځ چې عيسىٰ د ګِنيسرت درياب په غاړه ولاړ وو نو لويه ګڼه ترې راچاپيره وه چې د خُدائ کلام واورى،


هغه هغه څوک دے چې زما نه وروستو راځى او زۀ د دې جوګه هم نۀ يم چې د هغۀ د پېزار تسمې پرانيزم.“


د ګليل په قانا کښې د عيسىٰ دا وړومبۍ معجزه او نښه وه چې عيسىٰ پرې خپله لوئى څرګنده کړه، او د هغۀ مريدانو په هغۀ ايمان راوړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan