40 عيسىٰ بيا د اُردن د سيند پورې غاړه هغه ځائ ته لاړو چرته چې به يحيىٰ اول بپتسمه ورکوله. او هغه هلته پاتې شو.
دا ټولې خبرې د بيتِعنياه په ښار کښې وشوې چې د اُردن بلې غاړې ته دے، چرته چې يحيىٰ بپتسمه ورکوله.
نو په دې وجه عيسىٰ نور د يهوديانو په مينځ کښې آزاد نۀ ګرځېدو بلکې د هغه ځائ نه يو کلى ته لاړو چې نوم يې اِفرائيم وو چې د صحرا سره نزدې مُلک کښې وو او هغه هلته د خپلو مريدانو سره پاتې شو.
بيا د دې نه پس عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل، ”راځئ چې يهوديه ته واپس لاړ شُو.“
نو هغوئ يحيىٰ له راغلل او ورته يې ووئيل، ”اُستاذه، تا سره چې د اُردن نه پورې غاړه کوم سړے وو د چا په حقله چې تا ګواهى کړې وه، هغه هم بپتسمه ورکوى، هر څوک ورته ورځى.“
د دې نه پس عيسىٰ ګليل کښې ګېرچاپېره ګرځېدو. هغۀ يهوديه ته تلل نۀ غوښتل ځکه چې يهوديانو موقع لټوله چې هغه مړ کړى.