39 نو هغوئ يو ځلې بيا د هغۀ د نيولو کوشش وکړو خو هغه د هغوئ د لاس نه ووتو.
خو فريسيان د عبادتخانې نه بهر ووتل او په خپلو کښې يې د عيسىٰ د وژلو منصوبه شروع کړه.
بيا يهوديانو عيسىٰ پسې کاڼى راوخستل چې پرې وې ولى،
نو بيا ځينې مشرانو د هغۀ د نيولو کوشش وکړو خو هيچا هغۀ ته لاس وانۀ چولو ځکه چې د هغۀ مقرر شوے وخت لا نۀ وو راغلے.
په هغوئ کښې ځينو غوښتل چې ګرفتار يې کړى، خو هيچا هم هغۀ ته لاس وانۀ چولو.
نو په دې هغوئ د عيسىٰ د ويشتو پسې کاڼى راواخستل خو عيسىٰ خپل ځان په ډډه کړو او د خُدائ د کور نه ووتو.