34 عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”ولې ستاسو په شريعت کښې دا نۀ دى ليکلے شوى چې، ”ما وفرمائيل چې تاسو خُدايان يئ؟“
زۀ به د زړۀ د اخلاصه، ستا ثناء صِفت وکړم، اے مالِکه خُدايه، او د نورو معبودانو په وړاندې به زۀ ستا د شُکر ګزارۍ سندرې ووايم.
خُدائ پاک په خپل آسمانى دربار کښې ولاړ دے، او د نورو معبودانو په مينځ کښې عدالت کوى،
د خُدائ پاک په حق کښې بدې ردې مۀ وايئ او د خپل قوم مشرانو ته ښېرې مۀ کوئ.
هغه به ستا د خبرو وياند وى او ستا په ځائ به خلقو ته خبرې کوى. نو تۀ به د هغۀ دپاره د خُدائ پاک په شان يې او ورته به ښائې چې څۀ به وائى.
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ګوره، زۀ تا فِرعون ته د خُدائ په شان جوړوم او ستا ورور هارون به ستا د پېغمبر په توګه د هغۀ سره خبرې کوى.
هغه خلق خُدايان بللے کېدل چا ته چې د خُدائ پاک کلام راغلے وو، خو مونږ په دې پوهيږو چې صحيفې بدلېدے نۀ شى.
ګڼې جواب ورکړو چې، ”زمونږ شريعت دا وائى چې مسيح به تل تر تله وى، نو بيا تۀ څنګه وائې چې اِبن آدم به ضرور په سولۍ وخېژولے شى؟ دا اِبن آدم دے څوک؟“
هم د هغوئ په شريعت کښې دا ليکلى دى چې، ”هغوئ ما نه بېسببه نفرت وکړو.“
ستاسو په خپل شريعت کښې يې دا ليکلى دى چې د دوو کسانو ګواهى ټيک ده.
په تورات کښې ليکلى دى چې، ”زۀ به دې قوم ته په عجيبه ژبو او په غېرو شونډو خبرې وکړم خو بيا به هم هغوئ ما ته غوږ ونۀ نيسى. دا مالِک فرمائى.“