Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 10:24 - Pakistani Yousafzai Pashto

24 يهوديان د هغۀ نه راچاپېره شول او ورته يې ووئيل، ”ترڅو پورې به تۀ مونږ په شک کښې ساتې؟ کۀ تۀ مسيح يې نو مونږ ته صفا صفا ووايه.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 10:24
13 Iomraidhean Croise  

الياس د خلقو په مخکښې ودرېدو او ورته يې وفرمائيل، ”ترڅو پورې به تاسو په دوو عقيدو کښې ګډ وډ يئ؟ کۀ مالِک خُدائ، خُدائ پاک وى، نو هغۀ پسې روان شئ، خو کۀ بعل خُدائ وى، نو هغۀ پسې روان شئ.“ خو خلقو هيڅ هم ونۀ وئيل.


”ولې هغه راتلونکے تۀ يې څۀ؟ او يا کۀ نه، مونږ د بل چا اِنتظار وکړو؟“


هغۀ دا خبره په صفا ټکو کښې ووئيله. بيا پطروس هغه د لاس نه ونيوو او يوې خوا ته يې بوتلو او د داسې خبرو نه يې منع کړو.


خو ټول خلق د مسيح په اِنتظار وُو او د يحيىٰ په حقله يې په خپلو زړُونو کښې سوچ کولو چې ګنې هغه به مسيح وى.


د يحيىٰ ګواهى دا وه، چې کله يهوديانو د يروشلم نه اِمامان او ليويان د دې دپاره ورولېږل چې د هغۀ نه تپوس وکړى چې، ”تۀ څوک يې؟“


بيا يهوديانو عيسىٰ پسې کاڼى راوخستل چې پرې وې ولى،


يهوديانو ورله جواب ورکړو چې، ”مونږ تا د څۀ نېک کار په وجه نۀ سنګساروو خو د کُفر په سبب، ځکه چې تۀ خو صرف انسان يې او د خُدايئ دعوىٰ کوې.“


ما تاسو ته دا هر څۀ په مِثالونو کښې بيان کړل. خو وخت راروان دے چې زۀ به تاسو ته نور په مِثالونو کښې خبرې ونۀ کړم خو په ډاګه به درته د پلار په حقله خبرې کوم.


هغوئ د هغۀ نه تپوس وکړو، ”تۀ څوک يې؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”زۀ هم هغه يم چې ما تاسو ته د اول نه وئيلى دى.


ولې تۀ زمونږ د پلار اِبراهيم نه لوئ يې څۀ، څوک چې وفات دے؟ او نبيان هم وفات شوى دى. نو تۀ خپل ځان څۀ ګڼې؟“


د هغۀ مور او پلار د يرې نه داسې ووئيل ځکه چې هغوئ د يهوديانو نه ويرېدل. نو يهوديانو د مخکښې نه دا فېصله کړې وه چې څوک هم عيسىٰ ومنى چې مسيح دے نو هغه به د عبادتخانې نه وشړى.


نو زمونږ اُميد هم دا دے او په دې وجه په زړۀ ورتيا سره د زيرى اورولو خِدمت کوُو،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan