22 دا د ژمى ورځې وې او په يروشلم کښې د خُدائ د کور د وقف کېدو اختر وو.
سليمان دوويشت زره څاروى او يو لاک شل زره ګډې د سلامتۍ نذرانې په توګه پېش کړې. نو داسې بادشاه او د بنى اِسرائيلو ټولو خلقو د مالِک خُدائ کور وقف کړو.
هغۀ دوويشت زره څاروى او يو سل او شل زره ګډان د سلامتۍ نذرانې په توګه حلال کړل. نو داسې هغۀ او ټولو خلقو د خُدائ پاک کور وقف کړو.
بيا بنى اِسرائيلو، اِمامانو او ليويانو او هغه نورو ټولو خلقو په خوشحالۍ سره د خُدائ پاک کور وقف کړو کوم چې د جلاوطنۍ نه راواپس شوى وُو.
هغه د شرعې عالمان څوک چې د يروشلم نه راغلى وُو، هغوئ هم وئيل چې، ”دے بعلزبول نيولے دے،“ او ”دے د پيريانو د سردار په مدد پيريان شړى.“
خو نورو وئيل چې، ”په چا چې پيريان ناست وى هغه داسې خبرې نۀ شى کولے. ولې پيرے د ړوند سترګې روغولے شى څۀ؟“
او عيسىٰ د خُدائ په کور کښې د سليمان په برانډه کښې ګرځېدو.