10 غل صرف د غلا د قتل او د تباهۍ دپاره راځى خو زۀ دې له راغلے يم چې خلق ژوندون حاصل کړى او په مکمل ډول پُرسکونه وى.
هغوئ د لالچى سپو په شان دى چې هيڅکله نۀ مړيږى. باوجود د دې چې هغوئ ته شپانۀ وئيلے شى خو هغوئ په هيڅ هم نۀ پوهيږى. هغوئ ټول په خپله مخه روان دى او خپلې ګټې پسې ګرځى.
”کله چې زۀ اِسرائيلو له شفا ورکول غواړم نو د دوئ ګناه راته څرګنده شى او د سامريه بدکارى راته ښکاره شى. ځکه چې هغوئ د چل کارونه کوى، غلۀ کورونو ته وراوړى او غلاګانې کوى، او ډاکوان په لارو کښې خلق لوټ کوى.
خبردار، په دې وړو کښې يو ته هم سپک مۀ ګورئ. زۀ تاسو ته دا وايم چې د دوئ فرښتې په آسمان کښې هر وخت زما د آسمانى پلار په حضور کښې موجودې وى.
ځکه چې اِبن آدم د دې دپاره راغلے دے چې ورک شوو ته خلاصون ورکړى.
ځکه چې اِبن آدم د دې دپاره رانۀغلو چې د هغۀ خِدمت دې وکړے شى خو د دې دپاره راغلو چې د نورو خِدمت وکړى او خپل ژوند د ډېرو دپاره فديه کړى.“
او ورته يې وفرمائيل چې، ”صحيفې وائى چې زما کور به د دُعا کور بللے شى، خو تاسو ترې د ډاکوانو اډه جوړه کړې ده.“
خو په تاسو دې افسوس وى، اے د شرعې عالمانو، فريسيانو ځکه چې سخته سزا ستاسو دپاره مقرر شوې ده. اے مُنافقانو، ځکه چې تاسو د آسمان د بادشاهۍ دروازې د خلقو دپاره بندوئ. او تاسو نۀ په خپله په کښې ورننوځئ او نۀ ورته نور خلق پرېږدئ.
نو بيا يې هغوئ ته تعليم شروع کړو او وې فرمائيل، ”ولې صحيفې دا نۀ وائى چې، زما کور به د ټولو قومونو دپاره د دُعا کور بللے شى؟ خو تاسو ترې د ډاکوانو اډه جوړه کړې ده.“
ځکه چې اِبن آدم دې له راغلے دے چې ورک شوى ولټوى او بچ يې کړى.“
”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هر څوک چې د ګډو شپول ته په دروازې نۀ ورننوځى خو په بله لاره وراوړى هغه غل او ډاکو دے.
زۀ ښۀ شپونکے يم او ښۀ شپونکے د ګډو دپاره خپل سر ورکوى.
زۀ د هغه چا عدالت نۀ کوم څوک چې زما کلام اورى او تابعدارى يې نۀ کوى ځکه چې زۀ د دې دپاره نۀ يم راغلے چې د دُنيا عدالت وکړم بلکې د دُنيا د بچ کولو دپاره راغلے يم.
هغۀ دا خبره په دې ونۀ کړه چې ګنې هغه د خوارانو غمخور وو، خو ځکه چې هغه په خپله غل وو. هغۀ به د هغه پېسو نه هم پټولې کومې به چې د چندې په تيلۍ کښې جمع کېدې او د هغۀ په اختيار کښې به وې.
خُدائ پاک خپل زوئ دُنيا ته د دُنيا د مجرم کولو دپاره را ونۀ لېږلو بلکې د دې دپاره چې د هغۀ په وسيله دُنيا بچ شى.
خو بيا هم تاسو د دې نه اِنکار کوئ چې زما طرف ته راشئ چې د تل ژوندون ومومئ.
ځکه چې د خُدائ پاک روټۍ هغه ده چې د آسمان نه راکوزيږى او دُنيا ته ژوندون ورکوى.“
زۀ د ژوندون روټۍ يم چې د آسمان نه راکوزه شوې ده. څوک چې دا روټۍ وخورى هغه به تل ژوندے وى. او کومه روټۍ چې زۀ د دُنيا د ژوندون دپاره ورکوم هغه زما بدن دے.“
نو بيا تاسو چې نورو ته تعليم ورکوئ، نو بيا ولې تاسو په خپله تعليم نۀ زده کوئ؟ تاسو خو دا تعليم ورکوئ چې غلا مۀ کوئ، نو بيا ولې تاسو په خپله غلا کوئ؟
دا خبره رښتيا ده او په هر لحاظ د قبلولو جوګه ده، چې عيسىٰ مسيح ګناهګارانو له د خلاصون ورکولو دپاره دُنيا ته راغلو، چې په هغوئ ټولو کښې وړومبے زۀ يم.
هم په دې طريقه کله چې خُدائ پاک وغوښتل چې د وعدې وارثانو ته خپل هغه نۀ بدلېدونکے مقصد نور هم روښانه کړى، نو هغۀ د دې د ضمانت دپاره قسم هم وکړو.
نو په دې وجه هغه اوس او همېشه کولے شى چې څوک هم د هغۀ په وسيله خُدائ پاک ته راځى هغه هغوئ ته خلاصون ورکولے شى ځکه چې هغه د هغوئ د شفاعت دپاره همېشه ژوندے دے.
په دې طريقه د دې سره به تاسو زمونږ د مالِک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په ابدى بادشاهۍ کښې ډېر په عزت سره داخل کړے شئ.